کابل، یک شنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۲
د رسنیو اخلاقو نړیوالې ورځې کنفراسن کابل کې د یوشمیر رسنيزو بنسټونو او شاوخوا ۸۰ خبریالانو په شتون کې ترسره شو.
دا کنفرانس د رسنیزو اخلاقو نړیوال مرکز سره په همغږۍ، د افغانستان خبریالانو مرکز او نی یا له ازدو رسنیو د ملاتړ ادرې په ملاتړ ترسره شو، چې په هغې کې د رسنیو اخلاقو رعایت ته پاملرنه او د خبریالۍ اخلاقو کود چې د یوشمېر رسنيزو بنسټونو له لورې په ګډه چمتو شوی، وڅېړل شو.
نی موسسه کې د رسنیو څار برخې مسوول صدیق الله توحیدي وویل چې دې بنسټ د خبریالۍ یو شمېر فدراسیونونو سره په همکارۍ د خبریالۍ اخلاقو باندې کار کړی او په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې ورته هڅې ترسره شوې دي.
هغه وویل چې د خبریالۍ اخلاقي موازینو مسوده چمتو شوې او اړتیا ده چې د بېلابېلو ولایتونو د خبریالانو له نظر اخیستو وروسته په یوه لویه غونډه کې د هیواد خبریالانو له لورې د رایو په اکثریت تصویب شي.
مګر د ژونالیستانو اتحادیې اجرایويي رئیس فهیم دشتي په نړیوالو بنسټونو له دې امله نیوکه وکړه چې د خبریالۍ اخلاقي کود تدوین په پار د ولایتي خبریالانو سره د ناستو لپاره مالي لګښت ورکولو کې همکاري نه کوي.
هغې وویل: « د اخلاقي کود مسودې لپاره د خبریالانو نظر پوښتلو غونډې باندې شاوخوا ۷۰ زره ډالر لګښت په پام کې نېول شوی دی خو نړیوال بنسټونه اماده نه شول چې دا پیسې ورکړي.»
دشتي د رسنيزو بسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو امکاناتو څخه ګټه واخلي په دې برخه د ولایتي خبریالانو د نظر پوښتلوسره دا مسوده نوره نهایي کړي.
د ازادو ژونالیستانو ټولنې رئیس خپلواک ساپي هم د خبریالۍ اخلاقي اصول نامه د خبریالانو د کار ښه والي لپاره ګټور وبلله او اعلان یې وکړ دا بنسټ اماده دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د نی دفتر اجرایوي رئیس عبدالمجیب خلوتګر هم وویل د خبریالۍ کودونو په اړه چې د خبریالانو په اړه وي نه پاملرنه به یې ښې پایلې ونه لري.
د هغه په خبره د خبریالۍ د اخلاقي کود جوړونه په ځانګړې توګه اوسنیو حالاتو کې چې افغانستان د ټاکنو ترسره کېدو ته تیاری نیسي تر څو خبریالان د خبریالۍ اخلاقو په ترک کولو سره مسلکي چلند وکړي.
د افغانستان خبریالانو مرکز او په افغانستان د رسنیو اخلاقو نړیوال مرکز سفیر هم وویل، چې د خبریالۍ اخلاقي کودونو تدوین په اړه چې د ټولو خبریالانو په اړه وي هرکلی کوي او له دې پروسې به ملاتړ هم وکړي.
هغه په ځانګړې توګه د رسنیو اخلاقو نړیوال مرکز په استازولۍ وویل دا بنسټ اماده دی چې د خبریالۍ اخلاقو په اړه د افغانستان خبریالانو ته ښوونیزې دورې پېل کړي او همدارنګه فلوشیپ هم ورکړي.
د رسنیو اخلاقو نړیوالې ورځې دا دویمه غونډه ده چې د نړۍ د نورو سیمو سره په یو وخت کې په افغانستان ترسره کیږي
تیر کال لومړۍ غونډه په هرات ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په ګډون د بېلابېلو ولایتو څخه شاوخوا ۱۰۰ خبریالانو او بنسټونو مسوولینو ګډون کړی و.

