کابل، ۳۰ وږی ۱۳۹۲
د ۱۳۹۲ کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د وږي میاشتې تر پایه د هېواد په مختلیفو ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۶ پېښې ثبت شوي دي، چې له یوې پرته هیڅ یوه یې تر قانوني چلند لاندې نه ده نیول شوې.
د افغانستان خبریالانو مرکز موندې ښیي چې په دې موده کې ۲ خبریالان وژل شوي، ۴ ټپي شوي، ۱۴ وهل ټکول شوي، د توهین او سپکاوي ۲۶ پېښې رامنځته شوي چې زیاته برخه ېې د فشار او سانسور په موخه ترسره شوې ده.
د دې بنسټ څېړنو په اساس د دې پېښو ۱۹ قضیې د دولتي چارواکو، ۱۱ قضیې د نامعلومه کسان او سیمه ییزو زور واکو، ۸ قضیې د وسله والو طالبانو له لورې، ۶ قضیې د پولیسو له لورې، یوه قضیه د یوې خبري رسنۍ له لورې ترسره شوې او په یوه قضیه کې ایران لاس درولود.
د کابل ماندګار ورځپاڼې مسوول مدیر ته د دوه نیم کلونو لپاره د بند حکم صادرول، سرپل ولایت کې د بانو راډیو سټېشن بندول، د رسنیزو سر غړونو کمېسیون د غیري قانوني کار دوام، د رسنیو عالي شورا کې د رسنیو حقیقي استازو شتون مخې نیول او د ډله ییزو رسنیو کمېسیون جوړېدو مخه نیول د هغه تاوتریخوالي او ګواښ څخه دی چې په حکومت کې د یو شمیر اشخاصو او ځانګړو کړیو له لورې ترسره کیږي.
هرات ولایت کې د مژده راډیو ویاند ټپي کیدل او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د شمشاد تلویزیون خبریال او عکاس ټپي کیدل، کابل ولایت کې د څو خبریالانو وهل ټکول، هرات او پلخمري کې تر دې کچې چې د خبریالانو د مخ او سر څخه وینې وبهېدلې د هغه لویو تاوتریخوالو څخه دي چې په دې موده کې پرې طالبان او سیمه ییز زور واکي پرې تورن شوي دي.
ټولنیزو رسنیو کې یو مطلب خوښولو له امله یک تلویزیون څخه د یو خبریال ويستل، د یوې خبري رسنۍ له لورې د تاوریخوالي او د افغانستان قوانینو د سر غړونې ښکار نښه ده چې یوه خبري رسنۍ یې ترسره کول.
خو په يوې ازادئ رسني باندې د خارجي فشار واضيح تهديد، دايران سفارت له لوري د اسد مياشتې په پېل کې صورت ونيو. دغه سفارت د هشت صبح ورځپاڼه د «فتنه اچوونکو» او «تحريکوونکو» او د «ايران جمهوري اسلامي هېواد په ضد» د مطالبو په چاپ تورن کړ.
د ايران حکومت تر اوسه په ورته تورونو سره د دغه هېواد رسنۍ او خبريالان په شدت سره سرکوب کړي او دا کار تر دې ځايه رسيدلی چې نشي کولی يوه غير ايراني ازاده رسني تحمل کړي او داسې بيانه صادروي چې د هغه تهديد او فشار اغېز په کلکه محسوسيږي.
د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښ کچې زیاتېدو سره هممهاله د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښېي چې د ارادې نشتون او ترسره شوو پېښو پلټنې برخه کې د حکومت کمزورتیا، له مجازاتو معافیت رامنځته کړی او په وروستو شپږ میاشتو کې د رامنځته شوو ټولو قضیو څخه یواځې د وژنې یوه قضیه تعقیب شوې چې هغې هم کومه څرګنده پایله نه درلوده.
دا قضیه د کاپیسا ولایت نجراب غږ راډیو ویاند او تخنیک برخې مسوول محسن هاشمي وژنې اړوند ده چې محکمې په وژنې تورن دوه کسه په ۱۶ کاله بند محکوم کړل مګر دویمې محکمې د وږي میاشتې په ۲۰ ناسته کې تورن کسان بې ګناه وبلل او د هغوی د خوشې کولو حکم یې وکړ.
د افغانستان خبریالانو مرکز له دې وضعیت څخه له اندېښنې د افغانستان له حکومت غواړي په داسې شرایطو کې چې هیواد افغانستان د یو مهم برخلیک ټاکونکي سیاسي او امنېتي لېږد لپاره تیاری نیسي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب او د ډله ییزو رسنیو قانون پوره عملي کېدو سره خبریالانو او رسنیو ته د ډیر خپلواک کار لپاره زمینه برابره کړي.
همدارنګه له خبریالانو د ملاتړ دا بنسټ له مجازاتو د معافیت اوسني بهیر په اړه د خبرداري ترڅنګ د افغانستان له حکومته غواړي تر څو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښ په اړه عدالت تامین کړي.
د تاوریخوالي شپږ مخیز جدول

