په کابل کې د طلوع تلویزون کارکوونکو په موټر باندې د چاودنې د قربانیانو یاد غونډه.

په کابل کې د طلوع تلویزون کارکوونکو په موټر باندې د چاودنې د قربانیانو یاد غونډه.

۴ دلو ۱۳۹۴

کابل: د طلوع تلویزون ۷ کارکوونکې چې څلور ورځې مخکې په یوې چاودنې کې مړ شوي وو، نن یې د کابل په عیدګاه جومات کې، د دوی یاد وکړ او فاتحه یې واخیستل شوه.

په دغو مراسمو کې جمهور رئیس اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، دولتي چارواکو، مدني فعالانو، د رسنیو استازو، افغان وګړو او په سلګونو خلکو ګډون کړی وو.

طالبانو د طلوع نیوز او موبي ګروپ د کارکوونکو پر موټر د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

د بي بي سي په یو خبر کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغو مراسمو په پای کې د طلوع خبریال ته وویل: هر هغه څوک چې په داسې په فجاعیو کې ښکېل وي، هغه نه افغانان دي، نه مسلمان، نه په خدای باور لري نه به دغه ملت.

دغې ډلې څو میاشت مخکې د طلوع او یک تلویزون ته به دغه سبب اخطارونه ورکړي وو چې دوی د قندوز په سقوط کې بې طرفه پاتې شوي وو او دوی ته یې ویلي وو، چې موږ به د ستاسې په دفترونو حمله وکړو.

دچهار شنبې په حملې چې طلوع ۲۵ کارونکې ټپي شوي وو د خلکو، مدني فعالانو، د افغانستان رسنیو او همدارنګه د حقوق بشر نړیوالو بنسټونو او د خبریالانو حقونو له غبرګون سره مخامخ شوه.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرایه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان حکومت او یو شمېر افغان چارواکو دغه حمله په سختو ټکو وغندله.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون دغه چهارشنبه""په تاریخ کې د افغانستان رسنیو لپاره توره چهار شنبه"ونوموله.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې حملې د عاملینو دمحکومولو، جدي څیړنو غوښتونکې شول.