۲۹ جدي ۱۳۹۴
کابل: د صدای هموطن کارکوونکو د لاريون په پايله کې چې دوی په دخالت وکړ؛ نو لاندې خپرونې چې عبارت دي له: ازبکي ،ترکمني ،بلوچي ،پشه اي او نورستاني د ملي راډيو تلويزون په خپرونو کې راغلې.
فريد توغری د صدای هموطن د ادارې مسؤل د بي بي سي سره په يوې مرکې وويلې چې د صدای هموطن راډيو تلويزون کارکوونکي د نا پايلې کارونو شرايطو او د مديريت نا مناسب رفتار، د کارونکو کمښت او شيان، د تلو او راتلو ستونزو، د ازبکي او ترکمني خپرونو مالوم وخت نه پيدا کولو په پايله کې خپل کارونو ته را نه غلل او سوب نه شول.
صدای هموطن د ملي راډيو تلويزون د خپرونو يو اړينه برخه ده، چې په پنځو ژبو خبري او نا خبري خپرونه خپروي .
د کارونکو په وينا چې نن ورځ د خبرونو مجموعه په دې ژبو خپره نه شوه او غيري خبرې خپرونې ددې ارشيف څخه خپرې شوې.
زرين انځور د ملي راډيو تلويزيون مشرتابه وايي:
چې ما ددې خپرونو مسؤلينو څخه غوښتنه کړې ده، چې لاريون کوونکو کارکوونکو سره خبرې وکړئ او که ممکن وي کارونو کې يې زياتوالی راولئ او کارونو او خپرونو ته يې ورسېږئ.
راحله بلوچ : د ملي تلويزون د بلوچي برخې مديره ده او ددې لاريون کوونکو څخه ده، بي بي سي ته يې يوه مرکې کې وويل چې تقريبا ۲۵ کاله کېږي چې په دې اداره کې کارکوونکې يم؛ له همغې اولې ورځې چې راغلې يم نو زمونږ په حقوقو کې بدلون نه دی راغلی، دفتر نه لرو، استوديو نه لرو، د برنامې ثبتولو کې ستونزه لرو، ويناوال نه لرو، راپور ليکونکی نه لرو، وياند نه لرو او د برنامې په ثبتولو کې هره ورځ ۲۰ دقيقې يواځې درې کسانه کار کوي.
توغری وايي چې د صدای هموطن کارونکو ستونزې مو ۹ مياشتې مخکې د ملي راډيو تلويزون مشرتابه سره شريکې کړې وې او ددې ستونزو د حل وعده يې راکړه مګر په دې کار کې هېڅ کوم تغير نه دی راغلی.
هغې زياته کړه، چې يو د غوښتنو څخه ددوی دا وه چې د صدای هموطن ادارې سره ۱۰ عمومي مديريتونه دي دا بايد يو خپلواک رياست ته بدل شي او د ازبکي او ترکمني خپرونو وخت بايد ۳۰ دقيقي په ورځ کې مخ پر وړاندې لاړې شي.
د صدای هموطن کار کوونکو ددې لپاره لاريون ته لاس اچولی دی چې د ملي راډيو تلويزيون ځينو مسؤلينو ورته ويلې ول چې فارسي او پښتو خپرونو څخه غير نورو ژبو خپرونو ته اړتيا نه لرو.
د ملي راډيو تلويزون مشرتابه دا خبرې ټولې ردې کړي دي او وايي چې د ملي راډيو تلويزون ټول کارکوونکي غواړي چې دې ستونزو ته پاملرنه وشي او دا ستونزې نورې له منځه لاړې شي.
انځور وويل چې ما دوه مياشتې مخکې خپله د افغانستان ملي راډيو تلويزون رياست مقام ته او دجمهوري رياست ته طرحه وړاندې کړې وه چې د هغې په اساس د دريمې رسمي ژبې لپاره به مستقل کانال جوړ شي او په دې ترتيب د هغه په وينا د يوې مستقلې ادارې د رامنځته کېدلو لپاره مخکې له مخکې غوښتنه شوې وه.
هغه له اعتراض کوونکو وغوښتل چې په خپلو کارونو پسې لاړ شي او خپلې برنامې په عادي ډول توليد کړي.
د افغانستان اساسي قانون پښتو او دري ژبې د ددغه هيواد د رسمي ژبو په ډول په رسميت پېژندلي دي او ازبکي، ترکمني، بلوچي، پشه اي، نورستاني او پاميري ژبې چې په خپلو سيمو کې پرې خبرې کېږي د دريمې رسمي ژبې په ډول په رسميت پېژندلي.

