كابل، ۲۰ سرطان ۱۳۹۲
د افغانستان خبریالانو مرکز د پروان والي عبدالبصیر سالنګي او ملګرو له لورې د بخدي خبري اژانس خبریال نصرت الله اقبال وهل په کلکو ټکو غندي او د افغانستان له حکومت غواړي چې نور د دې خلکو زور واکۍ او تاوتریخوالي پر وړاندې چوپتیا ته د پای ټکی کېږدي او هغوی تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.
دا پېښه د زمري میاشتې په ۴ نېټه د جمعې په ماښام ۷.۳۰ بجې د کابل ښار مکرویانو سیمه کې شوې ده چې اقبال د سر او مخ په برخو کې ژور ټپونه اخیستي دي.
نصرت الله اقبال د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل: « د پروان والي عبدالبصیر سالنګي سره اړوند یو تن اړېکه راسره ونیوله، چې د روژه ماتي څخه وروسته استانبول رستورانټ ته راشي ځکه والي غواړي تا سره د هغه مطلب په اړه خبري وکړي چې د هغه د کتاب په اړه لیکلی و.»
هغې زیاته کړه:« په رستورانټ کې والي له ماپوښتنه وکړه چې ولې یې زما پر وړاندې داسې مطلب لیکلی دی، ما خپل دلایل ورته وویل چې والي په غصه شو ښکنځلې یې وکړې او په مخ یې د اوبو په بوتل ووهلم او وروسته یې ساتونکو ونیولم او پر مخې یې پرلپسې په سوکانو ووهلم او ټینګار یې وکړ که چېرته یې ووژني نو پلار به دې راځي او وایي به چې ولې دې دا کار وکړ؟.»
اقبال په هغه مطلب کې چې په خپل فیسبوک یې خپور کړی دی؛ د پروان پخواني والي او د « له سرې او تورې حملې وروسته د افغانستان بدلونونه» تر عنوان لاندې لیکل شوي کتاب باندې، نقد/کره کتنه کړې ده.
تر دې دمه عبدالبصیر سالنګی اماده شوی نه دی چې د دې پېښې په اړه خپل نظر ورکړي خو نصرت اقبال وویل چې سالنګي د ولایتي شورا یو شمېر وکېلانو او مدني فعالانو سره یوځای د هغه کور ته ورغلی او د دې پېښې ترسره کېدو له امله یې له هغه بخښنه غوښتې ده.
اقبال ویلي چې تر دې دمه یې د پروان والي پرضد رسمي شکایت نه دی ثبت کړی خو د بخدي اژانس مسوولینو سره به له مشهورې وروسته په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
بخدي خبري اژانس په هغه خبر پاڼه کې چې په خپله فیسبوک پاڼه یې خپره کړې، د والي او ورسره کسانو د دې کار غندنې ترڅنګ د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او عدلي او قضایې ادارو څخه غوښتنه کړې ترڅو دا قضیه تعقیب کړي.
بختي ويلي: « پرته له شکه د نیوکې کلتور او د بیان ازادي په وروستۍ یوه لسیزه کې د افغانستان له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي او که چېرته د خبریالانو پر وړاندې د زور کارونې او تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي، نو امکان دې ولري چې دا په یوې عادي چارې وګري»
دا پېښه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د خپل دې ډول یوه تازه پېښه، د روان کال سرطان میاشتې په شلمه نېټه د «۳» تلویزوني شبکې انځور اخېستونکی او د«نګاه» تلویزیون انځور اخیستونکی غضنفر حیدري د ملي المپیک کمېټې مخې ته د نا معلومه کسانو لخوا ډیر سخت وډبول شول.
د دې پېښې له رامنځته کېدو څو دقیقې مخکې، د یک تلویزیون خبریال ادریس تیموري چې د د یوشمېر خبریالانو له ډلې د 3 او نګاه تلویزیون خبري ټیم د المپیک د ملي کمېټې په مرکز کې په دې ادارې کې د فساد په اړه د راپور خپرولو له امله د دې کمېټې د رئیس ظاهر اغبر له لخوا ګواښل شوي و.
د افغانستان خبریالانو مرکز له ټولو هغه اشخاصو او بنسټونو څخه چې د خبریالانو او رسنیزو چارو فعالینو مسلکي کار په اړه نیوکه یا شکایت ولري، غوښتنه کوي چې خپل شکایت په مدني توګه د ډله ییزو رسنیو کمېسیون له لارې تعقیب کړي او د هر ډول تاوتریخوالي او د هغوي له ګواښوونې څخه ځان وساتي.
د بیان له ازادۍ د ملاتړ کوونکي بنسټ په توګه دا مرکز، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو ترسره کېدل، د یوشمېر چارواکو له لورې د حکومتي واک څخه د ناسمې استفادې ښکاره بېلګه بولي او قانون څخه د تېښې پر وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزات د مانا لرونکي چوپتیا له امله په نېوکې سره، د ولسمشر حامدکرزي څخه غوښتنه کوي چې دې وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

