سه شنبه، ۳۱ سرطان ۱۳۹۳
کابل: ولسې جرګې له لورې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب څخه څلوېښت ورځې وروسته په دې برخه کې دویم ګام هم پورته شو او مشرانو جرګې د کوم بدلون پرته دا طرحه تاید کړه.
دا پلان د سه شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د 56 غړو له ډلې څخه د 51 غړیو له خوا تصویب شو، او د ولسمشر لاسلیک کولو وروسته به په قانون بدل شي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د مشرانو جرګې له دې ګام په ستاینې سره له ولسمشر غواړي چې د مسودې په تصوبولو سره د خپلو ۱۳ کالو لاسته را وړنو کې بل څه هم ورزیات کړي او له خنډ پرته د ازادو معلوماتو راټولولو ته زمینه برابره کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون طرحه ولسي جرګې د روان کال جوزا میاشتې په ۹ مه نېټه له څېړنې وروسته په شپږ فصلونو او ۳۲ مادو په اکثریت رایو سره تصویب کړه.
له درې کلونو را پدې خوا د دې قانون مسوده په دولتي ادارو کې تر بحث لاندې وه او شاوخوا څلور میاشتې مخکې د تصویب لپار ولسي جرګې ته واستول شوه.
دې جرګې د حکومت له لورې ور استول شوې مسودې د پینځلسمې مادې لومړۍ او شپږمې فقرې، د شپاړسمې مادې څلورمه فقره او د اولسمې مادې څلورمه فقره لرې کړه.
د قانون دا طرحه د افغانستان د ملي شورا دواړو خونو څخه تاید شوه چې دولت د هغې د تاید او تدوین برخه کې په غفلت کولو سره د خبریالانو د اړتیا وړ معلوماتو ترلاسه کولو برخه کې ستونزې زیاتې کړې دي.
هغه بدلونونه چې ولسي جرګې د حکومت له لورې ورستول شوې مسودې کې را وستل او بیا وروسته مشرانو جرګې د همدې تغیراتو سره تاید کړه د بي بي سي په نقل په لاندې ډول تشریح شوې دي:
پینځلسمه ماده
د حکومت له لورې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لومړۍ فقره کې وړاندیز شوی و چې حکومت به هغه معلومات چې د افغان وګړو د انساني حقونو څخه سرغړونې لامل کیږي د ټولو خلکو په واک کې نه ورکوي. ولسې جرګې دا فقره لرې کړه.
د دې مسودې په شپږمه فقره کې حکومت وړاندیز کړی و چې د یو شمیر هیوادونو په اړه معلومات چې د کلتوري، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او ... اړوند هیوادنو سره د اړیکو پرېکون لامل کیږي د ټولو خلکو سره نه شریکوي.
ولسي جرګې د رایو په اکثریت سره دا قفره لرې کړه.
شپاړسمه ماده
د دې مسودې څلورمې فقره کې راغلي و هغه کمیسیون چې د دې مادې په لومړۍ او دویمه فقره کې یې وړاندوینه شوې ده باید د کمېسیون د غړو له منځه یو تن یې د رئیس په توګه وټاکل شي.
مګر د ولسي جرګې غړو تصویب کړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د کمېسیون رئیس شي.
اولسمه ماده
د مسودې ولسمه ماده کې راغلي و چې هغه اشخاص چې د کمېسیون غړیتوب اخلي لږ تر لږه باید درې کاله کاري تجربه ولري. ولسي جرګې د کمېسیون غړو لپاره کاري تجربه پینځه کلونو ته تبدیل کړه.

