معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصویب د اطلاعاتو ازادو راټولو لو پر لور ګام دی.

معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصویب د اطلاعاتو ازادو راټولو لو پر لور ګام دی.

دوشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۳

کابل:‌د افغانستان خبریالانو مرکز اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب له خنډ پرته د ازادو معلوماتو راټولونې لپاره هم ګام بولي او هرکلی یي کوي او هغه په هیواد کې د رسنیو فعالیت لپاره مهمه لاسته راوړنه ګڼي.

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ له بحث او برسۍ وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په شپږو فصلونو او ۳۲ مادو کې په اکثریت رایو تصویب کړ.

په دې ناسته غونډه کې د مجلس له ۱۵۶ حاضرو غړو څخه یواځې درې تنو مخالفه رایه ورکړه.

د دې قانون طرحه کې له شاوخوا درې کلونو راپدې خوا په دولتي ادارو کې تر څېړنې لاندې وه شاوخو دوه نیمې میاشتې دمخه د تصویب لپاره شورا ته واستول شوه.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د دیني او کلتوري چارو کمېسیون رئیس کمال ناصر اصولي بي بي سي ته ویلي عمومي ناستې ته د وړاندې کولو لپاره یې پر دې طرحه کار کړی، بي بي سي ته یې وویل چې د حکومت له لورې را استول شوې طرحې پینځلسمې مادې لومړۍ او شپږمه فقره، شپاړسمه ماده کې څلورمه فقره او اولسمې مادې څلورمه فقره د دوی له لورې لرې شوي دي.

ښاغلي اصولي وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون طرحه په تېرو دوه میاشتو کې یوه له جنجالي موضوعاتو چې بالاخره د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.

د ولسې جرګې استازي وایي دېته انتظار باسي چې د مشرانو جرګې استازو تصویب او د دې قانون توشیح وروسته به افغانستان د څولسیزو جنګ وروسته د لومړي ځل معلوماتو ته د لاسرسي قانون څښتن شي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل چې په درې واړو اختلافي مادو په اړه یې رایه اچونه کړې او هر پاراګراف یې د اکثریت رایو له مخې لرې کړی دی.

د اوسنۍ طرحې مخالفین اطلاعاتو د لاسرسي کمېسیون د رئیس په توګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ټاکلو سره مخالف و او غوښتل یې چې د دې کمیسېون یو ځوان غړی د کمېسیون د نورو غړو د رایې په اساس د رئیس په توګه وټاکل شي.

د یو شمېر نورو پرګرافونو په اړه هم د وکیلانو ترمنځ د نظر اختلاف شتون درلود.

د ولسې جرګې له لورې دا قانون په داسې وخت کې تصویب شو چې په وروستیو کلونو کې له دې وړاندې د رسنیو او بیان ازدۍ ملاتړو بنسټونو د دې قانون په تصویبولو حکومت په کم کارۍ تورن کړ او د عدلیې وزارت څخه یې غوښتنه کړې وه چې د تصویب لپاره دا قانون ولسي جرګې ته واستوي.

ولسې جرګې د مسودې په هره اختلافي ماده باندې رایه اچونه وکړه او په دوه مادو کې یې درې فقرې لرې کړې او په وولسمه ماده کې یې یوې فقرې ته بدلون ورکړ:

پینځلسمه ماده

د حکومت له لورې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لومړۍ فقره کې وړاندیز شوی و چې حکومت به هغه معلومات چې د افغان وګړو د انساني حقونو څخه سرغړونې لامل کیږي د ټولو خلکو په واک کې نه ورکوي. ولسې جرګې دا فقره لرې کړه.

د دې مسودې په شپږمه فقره کې حکومت وړاندیز کړی و چې د یو شمیرې هیوادونو په اړه معلومات چې د کلتوري، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او ... اړوند هیوادنو سره د اړیکو پرېکون لامل کیږي د ټولو خلکو سره نه شریکوي

ولسي جرګې د رایو په اکثریت سره دا قفره لرې کړه.

شپاړسمه ماده

د دې مسودې څلورمې فقره کې راغلي و هغه کمیسیون چې د دې مادې په لومړۍ او دویمه فقره کې یې وړاندوینه شوې ده باید د کمېسیون د غړو له منځه یو تن یې د رئیس په توګه وټاکل شي.

مګر د ولسي جرګې غړو تصویب کړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د کمېسیون رئیس شي.

اولسمه ماده

د مسودې ولسمه ماده کې راغلي و چې هغه اشخاص چې د کمېسیون غړیتوب اخلي لږ تر لږه باید درې کاله کاري تجربه ولري. ولسي جرګې د کمېسیون غړو لپاره کاري تجربه پینځه کلونو ته تبدیل کړه.

د افغانستان خبریالانو مرکز له مشرانو جرګې څخه غواړي چې د دې قانون په تصویب سره هر څومره ژر د ولسمشر له لورې د هغې توشېح ته زمینه برابره کړي.