کابل، ۱ چنګاښ ۱۳۹۳
د یوشمیر داخلي رسنیو مسوولینو او خبریالانو د ټاکنیزو مسایلو خبري پوښښ څرنګوالي او د جنجال پیدا کونکو او ناتاید شوو خبرونو نشر څخه د ځان ساتلو په موخه یو ګډ پریکړه لیک صادر کړ.
دا ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک د یکشنبې په ورځ د زیات شمېر رسنیو استازو به شتون کې صادر شو او د رسنيزو بنسټونو، حکومت، ټاکنو کمېسیون او د جمهوري ریاست دوه سیالو نوماندانو ټیمونو له لورې یې هم ملاتړ وشو.
د جمهوري ریاست دویم دور ټاکنې د روان کال جوزا میاشت په ۲۴ مه د ډاکټر عبدالله عبدالله او شرف غني احمدزي ترمنځ ترسره شوې؛ مګر عبدالله عبد الله اعلان وکړ چې د ټاکنو کمېسیون لورې د ورکړل شوو شمېرو په اساس چې له ۷ مېلونه زیاتو وګړو په دې ټاکنو کې ګډون کړې ورته د منلو نه دي او دا ټاکنې د ډیرو درغلیو سره مل وې.
عبدالله وايي، د افغان حکومت او ټاکنو کمېسیونونو له لورې د دوی غوښتنو له جملې د ټاکنو کمېسیون دارلانشا مشر دندې ځنډول او له دې مقام څخه د پلټنې نه ترسره کیدل، د رایې شمیرنې بهیر نه درولو له امله به د کمېسیون پریکړې او پایلې ونه مني.
دا حالت لامل شوی چې خلک په هیواد کې د احتمالي بحران رامنځته کېدو له امله اندېښمن شي.
نو پرهمدې اساس د خبریالۍ یوشمېر بنسټونو په نوښت یوه مسوده چمتو کړه او له رسنیو او خبریالانو یې وغوښتل چې د ژورنالیزم اصولو په نظر کې نیولو سره، اوسني وضعیت ته په کتو په هغې باندې عمل وکړي.
دا مسوده تېره ورځ په کابل کې د رسنیو استازو او رسنيزو بنسټونو له لورې تر بحث لاندې ونیول شوه او وټاکل شوه چې د رسنیو مسوولینو، رسنيزو بنسټونو، دواړو ټاکنیزو ټیمونو، حکومت او ټاکنو کمیسیونو له لورې جلا جلا ناستو کې تر بحث لاندې ونیول شي.
د دې مسودې پېل کې داسې راغلي دي: « په دې وخت کې جدي اړتیا ده تر څو خبریالان او رسنۍ خپل ځان د هرډول نژادي، قومي، حزبي، سمتي او مذهبي تړاو څخه ځان لرې وساتي او یواځې خلکو ته د معلوماتو رسولو حق ته پام وکړي.»
په دې برخه کې له خبریالانو غوښتل شوي چې په بشپړ صداقت خبري موضوعاتو ته پوښښ ورکړي او او د پېښو منصفانه انځور پرته له کموالي او زیاتوالي وړاندې کړي.
په دې پرېکړه لیک کې ویل شوي هغه اشخاص چې قومي کرکې ته لمن وهي باید ګردي میزونه ته ونه بلل شي او همدارنګه ګردي میزونه باید په مسلکي شکل د بې پرېتوب او تعادل اصل په نظر کې نیولو سره وچلول شي.
په بله برخه کې، دا ټینګار وشو چې بحث په داسې ډول سره برابر شي چې د ستونزو په نښه کول او حل لارې ولري او عامه ذهنیتونو باندې د منفي تاثیر اچوونکي ونه اوسي.
د دې خبر پاڼې په بله برخه کې له رسنیو څخه غوښتنه شوې ده چې دوهم پړاو ټاکنو اړوند ټولو خبرونو څخه چې کره سرچېنې ونه لري او یا اوازه وي، د نوماندانو اړوند غیري ناباوره او غیرې رسمي شمېرو خپرولو څخه ځان وساتي.
ټاکنیزو درغلیو په اړه له کوم سند پرته د خبر لویولو څخه باید ځان وساتل شي او پرته له تحلیل او نظرونو څخه د خبري راپورونو نه خپرول له رسنیو د خبریالانو دې ملاتړي بنسټ نورې غوښتنې وې.
همدارنګه، رسنۍ او خبریالان اړ شوي دي تر څو د اسنادو او شواهدو پر مټ د هر ډول روڼتیا نشتون، نا انصافیو، سرغړونو، تېروتنو او ټاکنیزو درغلیو څخه پرده پورته کړي او د خلکو مشروع غوښتنې او اساسي حقونه پوښښ کړي چې د مدني حرکتونو له لارې منعکس شوي دي.
په خبر پاڼه کې د ټاکنیزو شکایتونو په اړه له دولتي مسوولینو او ټاکنیزو کمېسیونونو څخه د ټاکنو اړوند مسایلو په اړه د نظر اخېستو او همدارنګه ټاکنیزو ټیمونو څخه یې غوښتنه کړې چې رسنیزو پروګرامونو ته د خپلو هغه استازو له لېږلو څخه چې قومي،مذهبي، سمتي او ژبني مسایلو ته لمن وهي ځان وساتي.
د دې ناستې پای کې د زیات شمیر رسنیو له ډلې د شمشاد، یک، طلوع، لمر، آیینه او میترا تلویزیونونو، آموزګار راډیو، پژواک خبري اژانس، ماندګار او هشت صبح ورځپاڼو دا ګډ پرېکړه لیک لاسلیک کړ او له رسنیو له لورې د دې پرېکړه لیک عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.
سربېره په دې دا پرېکړه لیک د حکومت په استازیتو د حکومت د رسنیو مرکز رئیس صفت الله صافي، د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم په استازیتوب مجب الرحمان رحیمي او د اشرف غني احمدزي ټیم له لورې عباس نویان لاسلیک کړه او ملاتړ یې ترې وکړ.
سربېره پر دې، د رسنيو ملاتړ یوشمېر بنسټونو استازو له ډلې د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، نی مؤسسه، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې او د افغانستان خبریالانو مرکز هم له دې پریکړه لیک څخه ملاتړ اعلان کړی چې د رسنیو او خبریالانو له لورې د هغې د لا پراختیا او منلو برخه کې به هڅې وکړي.
پژواک

