کابل، ۲۵ عقرب ۱۳۹۱
د یک شخصي تلویزیون د خبر برخې او سیاسي څانګې مسوول سمیع مهدي د نايټ (د زړور خبريال) نړيواله جايزه ۲۰۱۲د منحصر فعاليت په خاطر ترلاسه کړه.
په هغه ځانګړو مراسیمو کې واشګنټن ښار کې په دې اړه جوړ شوي و او شاوخوا ۵۰۰ رسنیزو فعالینو ګډون پکې کړی و سمیع مهدي ته دا جایزه ورکړل شوه.
د کینا هیواد څېړنیز خبریال قاسم محمد د سومالیایي بحري غلو په اړه د څېړنیز راپور چمتوکولو له امله د نایټ نړیوالې جایزې بل ګټونکی دی.
د زړه ور خبریال جایزه هر کال هغه خبریال ته چې سره له ستونزو یې خپل کار په نوښتګر او د خبریالۍ د لوړو معیارونو له مخې ترسره کړی وی او یا د هغه غوره رسنیز کار لپاره چې د خلکو په ژوند کې یو تغیر رامنځته کړي ورکول کیږي.
د خبریالانو نړیوال مرکز (ICFJ) د دې موضوع په بیان سره چې دې خبریال په افغان رسنیو کې د لېد وړ انقلاب رامنځته کړی دی او هغې د یوې ډیرې باور وړ خبري شبکې په توګه خلک داسې بوخت کړي چې تر اوسه کوم بل ویونکي دا کار نه دی کړی.
د دې مرکز په وینا: « دوه خپرونې مناظره کابل او نقاب چې د سمیع مهدي له لورې چمتو کیږي په افغانستان کې د روڼتیا او ښځو حقونو باندې بې مثاله بحث کیږي.»
د دې مرکز په باور سمیع مهدي د یک تلویزیون د خبر برخې او سیاسي څانګې مسوول په توګه په افغانستان کې د « خبري شبکې چټکې غوړېدا» د يو شمېر خپرونو «مناظره کابل» د وړاندې کولو مسؤل و.
مهدي په دې خپرونه کې سیاسي مشرانو ته بلنه ورکوي چې په یو لوی تالار کې چې خلک هم پکې شتون لري په مناظره پېل کوي او مخاطبین هم کولی شي په دې ژوندۍ تلویزیوني خپرونه کې انتقادي موضوعاتو په اړه خپلې پوښتنې په مختلفو بڼو مطرح کړي.
دا د هغه کم شمیر لارو څخه دی چې خلک کولی شي له هغه چا څخه چې په واک کې دي حساب وغواړي.
دې ځوان خبریال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د «نقاب» په نوم نوې خپرونه پېل کړې ده .
دا خپرونه چې په ژوندۍ بڼه خپریږي، مېرمنې د نقاب په وسیله خپل مخ پټوي او د کورني تاوتریخوالي او تیري په اړه خبرې کوي.
د نقاب څخه ګټه اخیستنه هغوی هڅوي تر څو پرته له ویرې د انتقام اخیستو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلاري کلنټن د دې جایزې ګټونکو ته د یو ویډیويي پیغام له لارې مبارکي ورکړه او په سختو حالاتو کې د خبریالانو له کار څخه ستاینه وکړه..
سمیع مهدي هم د خبریالانو نړیوال مرکز څخه د دې جایزو ورکولو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې په وروستۍ یوه لسیزه کې د رسنیو پرمختګ، ستونزو او ځوانو خبریالانو اندېښنو په اړه خبرې وکړې.
هغې وویل: « په رووستۍ یوه لسیزه کې د خبریالانو ځوان نسل میدان ته راغلی، چې فاسد چارواکي، د نشه یې توکو کاروباریان، ناسم دودونه، تاوتریخوالی او تروریزم یې له ننګونو سره مخ کړی دی او دا کار موږ د زیاتو ګواښونو په منلو سره ترسره کو»
خو مهمدي په دې ټینګار وکړ چې په ۱۳۹۳ (۲۰۱۴) کال کې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته په د بيان ازادي په همداسې شکل دوام وکړي او کنه اندېښمن دی.

