کابل ۱۸ تله ۱۳۹۳
کابل: د افغانستان مخابرات وزارت وایي اوسمهال شاوخوا درې میلونه کسان دې هیواد کې انټرنیټ ته لاسرسی لري، چې له دې منځه شاوخوا ۷۵۰ زره کسان ټولنیزې رسنۍ کاروي.
اوس مهال انټرنیټ په افغانستان کې له سر خوږي پرته ارتباطي شبکې په توګه نه ده او د دې هیواد خلک د سایبري جرمونو په نوم له نوې پدېدې سره بلدیږي.
یو له انټرنیټ کارونکو چې وې غوښتل نوم یې وانه خیستل شي کوم چې په دې ورځو کې له ستونزې سره مخ شوی، اشاره کوي او وایي چې انټرنیټ او دې ټیکنالوژۍ یې هوساینه ترې اخیستي ده.
هغه وایي «ټول شیان په ټولنیزو رسنیو کې له یو کوچني پیغام څخه پېل شول، چې د یو بهرني وګړي له لورې راته رالېږل شوي و.»
د فیسبوک دا کارونکی زیاتوي چې د ډیرې بلدتیا لپاره دې شخص د ایمل له لارې د اړیکو ساتلو ته دعوت کړم، له څو ورځو اړیکو او خبرو وروسته د شخصي مسایلو په اړه لږه لږه د بارو فضا رامنځته شوه.
د هغه په وینا اړیکه پراخه شوه او د سکایپ او وایبر په څېر نورو ورته ټولنیزو رسنیو ته ورسېدې.
دا افغان کارونکی وایي« د وخت په تېرېدو سره زما مقابل لوري خپل شخصي معلومات ماته راکول او له مایې هم غوښتل.»

په افغانستان کې تر اوسه انټرنیټي جرایمو سره د مبارزې قانون شتون نه لري.
هغه وایي له څو ورځو تېرېدو وروسته چې د باور کومه دروغجنه فضا رامنځته شوې وه، د انټرنېټ دې نا اشنا کارونکي خپل چلند ته بدلون ورکړ او ګواښ یې راته وکړ چې د شخصي معلوماتو نه نشرولو په بدل کې پېسې ورته ورکړي، کنه شخصي معلومات به یې د فسبوک مشترکو ملګرو ته ولېږي.
دا افغان کارونکی اړ کیږي چې د شخصي معلوماتو د نشر له ویرې دې نا اشنا کارونکي ته پېسې ورکړي.
وروسته خپل ټول انټرنیټي حسابونه غیري فعالوي.
دا وړاندیز کوي چې، هغه اسانتیاوې چې په افغانستان کې نوي مخابراتي ټکنالوجۍ رامنځته کړې دي، د دې هیواد وګړي باید محطاط اوسي چې د سایبري جرمونو قرباني نه شي.
هغه جرمونه چې په سایبري چاپیریال او یا په همغه مجازي چاپیریا کې ترسره کیږي، سایبري جرمونه ورته ویل کیږي.
په ډیر ګمان د نړۍ په ډیری هیوادونو کې، دا جرمونه د جنايي جرمونو او نورو قانوني او قضایي جرمونو په توګه ګڼل کیږي، او د مرتکبینو لپاره هم جزا شتون لري.
اوس چې په افغانستان کې د انټرنیټي جرمونو پېل شوی ، د دې ډول جرمونو په اړه خلکو ته د معلوماتو نه شتون او په دې اړه د رسنیو او دولتي بنسټونو له لورې د معلوماتو نه رسولو، د دې ډول جرایمو قربانیان ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
کولی شو انټرنیټي غلاوې، د دې شبکو له لارې باج اخیستل، مجازي نړۍ کې ګواښوونه، د ایمیلونو هک کول او د مجازي صفحو له ډلې د فیسبوک، ټویټر او نور شبکو یادونه وکړو.
د افغانستان دولت ګامونه
د (Cyber Blackmail) یا انټرنیټي باج اخیستنه هغه جرمونه دي چې په افغانستان کې ورځ تربلې په پراخېدو دي.
د افغانستان مخابراتو وزارت په وینا د دې پدیدې مخنیوي لپاره دې بنسټ کوښښ کړی چې انټرنیټي نړۍ ته د دې هیواد ورتګ سره په دې برخه کې اړین کارونه ترسره کړي.

د سایبري ( انټرنیټي) جرایمو په اړه د پوره معلوماتو نه شتون له امله دا پدیده د افغانستان وګړو ته په یوه نوې سرخوږي بدلېدونکې ده.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د اطلاعاتو د امنېت رئیس زمریالي وفا په دې برخه کې وایي: « روان لمریز کال کې یې تر دې دمه د انټرنیټي بریدونو په اړه له سلو زیات شکایتونه ترلاسه کړي چې زیاتره دا شکایتونه د فیسبوک په باره کې دي.»
هغه زياته کړه چې افغانستان د دغه جرايمو د څېړلو لپاره په نړيوالو سوداګريزو حقوقو کې (NCITRAL) د ملګرو ملتونو سازمان، د امريکا د پراخوالي نړيوال اژانس (USAID)، د امريکا د سوداګرۍ وزارت، د افغانستان عدليې وزارت او نړيوال پوليس سره په اړيکه کې دي.
سرچینه: بي بي سي، مهدي حیدري د کابل پوهنتون استاد

