د خامه پرس فارسي برخې مدیر د نا معلومه وسله والو له لورې ټپي شو.

د خامه پرس فارسي برخې مدیر د نا معلومه وسله والو له لورې ټپي شو.

کابل ٢١ تله ۱۳۹۳

 د خامه پریس خبري ویب سایټ رئیس وایي چې د دې رسنۍ فارسي برخې مدیر تېره ماښام د نا معلومه کسانو له لورې د چاقو په ګوزارونو ټپي شوی دی.

خشنود نبي زاده د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې دوه نا معلومه موټر سایکل سپرو وسله والو، د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند مارکېټ نومې سیمه کې هغه د څنګل او لاس په برخه کې ټپي کړی دی.

د خامه پریس د رئیس په وینا دا پېښه تېر ماښام شاوخوا ۳۰: ۵ هغه وخت چې رهنوش له دفتره کورته تلو رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی معلوم مګر نبي زاده ویلي چې د کابل ښار څلورمې حوزې پولیس امر هغه سره په ټلفوني اړیکه کې هغه ته ډاډ ورکړی، چې دا موضوع به په جدي ډول وپلټي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د دې پېښې په غندنې سره، د کابل پولیسو څخه غوښته کوي، چې د دې پېښې عاملین معلوم او قانوني چلند ورسره وکړي.