حامد کرزي امر کړی چې اسلامي اساساتو سره په ټکر کې فلمونو نشر او خپراوي مخه دې ونیول شي.

حامد کرزي امر کړی چې اسلامي اساساتو سره په ټکر کې فلمونو نشر او خپراوي مخه دې ونیول شي.

كابل، ۳ ثور  ۱۳۹۲

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارته لارښوونه کړې تر څو د هغه فلمونو نشر او خپراوي مخه ونیسي چې د هیواد ملي او اسلامي اساساتو سره په ټکر کې وي.

د چارو ادارې او وزیرانو شورا په اعلامیه کې ویلي چې دې ولسمشر دا پرېکړه د هیواد علماو شورا د غوښتنې په اساس کړې ده.

علماو شورا ولسمشر ته په خطاب یو لیک کې لیکلي دي چې په وروستیو دیارلس کلونو افغانستان په مختلفو برخو کې ډیر پرمختګ او لاسته راوړنې درلودې مګر ستونزې او مصیبتونه یې هم درلودل چې نه شوکولی سترګې ترې پټې کړو.

د علماو شورا غړو د دې په بیان سره ویلي چې پخوانیو پرېکړه لیکونو کې د دې ستونزو یادونه کړې او هغې سره د مبارزې غوښتنه یې کړې وه مګر له بده مرغه چې په ډیرو برخو کې اساسي کارونه نه دي شوي او یواځې په ژمنو بسنه شوې او عملي کار نه دی شوی.

د علماو سرتاسري شورا ویلي سره له دې چې افغانستان د اسلام او د اسلامي اصولو عملي کېدلو لپاره مېلونونه شهیدان ورکړي دي مګر ورځ تر بلې د مبتذلو فلمونو نشر زیاتیږي.

په دې لیک کې راغلي چې :« زيات تلويزونونه دي چې له مخکې څخه زيات يې د ابتذال په لور روان دي او د اسلامي اصولو خلاف او غير اخلاقي فلمونو نشروي چې د فساد او فحشا څخه پرته بل هدف نلري.»

علماو شورا په دې لیک کې د ولسمشر څخه غوښتنه کړې ده: « ترڅو ټول تېر ملاحظات یوې څنډې په کېښودو سره د الله ج د رضا په خاطر په دې برخه کې د فرمان په صادرلو سره د دې ټولو بې نظمیو مخه ونیسي او هره هغه تلویزیون چې په راتلونکي کې د اسلامي احکامو او د هیواد قوانینو پر وړاندې بې پروایي ته دوام ورکړي له فعالیت څخه محرمه کړي او جواز ترې واخلي.»

د چارو ادارې او وزیرانو شورا ویلي چې ولسمشر د دې غوښتنې په تاید سره، اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لار ښوونه وکړه تر څو «د هغه مبتذلو، غیري اخلاقي/ ناخوښو فلمونو او خپرونو د نشر چې د افغانستان اساسي قانون کې د ازادیو په اړه راغلو حکومونو سره په ټکر کې وي او د انځوریزو رسنیو له لارې خپريږي باید په کلکه یې مخه ونیول شي».

د حامدکرزي دا تازه حکم په داسې وخت کې اعلانیږي چې د ۱۳۹۰ کال دلوې میاشتې کې اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ټولو ښځینه ویاندویانو څخه غوښتنه وکه چې اسلامي اخلاق او ملي کلتور ته پاملرنه وکړي او هغه عملي کړي.

د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ويلي دي: ښځينه خبريالانو ته توصيه کېږې چې دروند لباس چې د اسلامي او ملي کلتور چې د شخصيت وقار زياتوي جداً رعايټ کړي. او له انځوريزو شبکو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې د ښځينه خبريالانو له ارايش... څخه مخنيوی وکړي.

په تېرو لسو کلونو کې یو شمېر رسنیو په ځانګړې توګه شخصي تلویزیونو نو په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ درلوده چې زیات شمېر ښځینه و هم په دې رسنیو کې کار کاوه.

په اوس وخت کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ۴۴ شخصي تلویزیونونه فعالیت کوي.

د افغانستان رسنیو قانون چې په ۱۳۸۶ کال کې ولسي جرګې تصویب کړ چې له نشر وړاندې او وروسته یې هر ډول سانسور منعه کړی دی مګر په دې قانون کې په څرګنده ډول راغلي هر هغه مطلب چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو ته سپکاوی پکې شوی وي منع دي.

د دې قانون ۴۵ ماده کې راغلې چې شخصي تلویزیونونه او راډیو ګانې په دې مکلفې دي چې په خپلو نشراتو کې د اسلام سپېڅلي دین لار ښوونې او اصول او ملي ارزښتونه، معنوي، اخلاقي او د افغان ملت رواني امنیت تامین کړي.