کورنیو چارو وزارت د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څېړنې لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړوي.

کابل،  ١٠ ثور ١٣٩٢

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرلپسې پېښو وروسته کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د تاوتریخوالي څېړلو۲۳ او رسېدنې په موخه یو ځانګړی کمېسیون جوړوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي د غوای میاشتې په ۹ نېټه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د کورنیو چارو وزیر د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په کلک ډول غندي او لار ښوونه یې کړې ده تر څو دا واحد او یا ځانګړی کمېسیون کورنیو چارو وزارت کې جوړ شي.

هغه وویل: « د دې واحد په جوړولو سره به، د خبریالانو پر وړاندې به د تاوتریخوالي ټولې پېښې په جدي ډول وپلټي.»

صدیقي همدارنګه زیاته کړه ټاکل شوې چې کورنیو چارو وزیر د روانې اونۍ په جریان کې د پولیسو او رسنیو ترمنځ ښې همغږۍ لپاره د هیواد په ټولو ولایتونو کې د پولیسو مختلفو مشرانو ته یو جدي امر ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د معلوماتو په اساس، د کورنیو چارو وزیر د دې حکم له مخې په ولایتونو کې له خبریالانو د پولیسو د ملاتړ څرنګوالی مشخص کیږي او پولیس موظف کیږي چې چې هغه پلی کړي.

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدو تازه ژمنه په داسې وخت کې اعلانیږي چې په تیرو دوه اونیو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۹ پېښې د تخار، هرات او فراه ولایتونو کې ترسره شوې چې د هغې ډیره برخه د پولیسو له لورې وه.

د ثور میاشتې په دویمه نېټه په یوه تازه پېښه کې د هرات ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست اطلاعاتو امر علي اصغر او د مژده راډیو ویاند په نښه او ټپي شول؛ چې د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیسته.

له هغې دوه ورځې مخکې د ورې میاشتې په ۳۱ نېټه د یک تلویزیون خبریال نصیر صادق ته د راپور چمتوکولو پرمهال د تالقان ښار کې د یو پولیس له لورې سپکاوی وشو او همدارنګه د هغه د موټر ښیښه یې هم ماته کړه.

له هغې مخکې د ورې میاشتې په ۲۹ او ۲۸ مه نېټه د کوکچه شخصي راډیو امتیاز څښتن او مسوول بدخشان جرم ولسوالۍ کې ټپي شو، د سام نشریې مسوول مدیر او د طلوع شخصي تلویزیون خبریال ولي ارین د یو راپور خپرولو له امله د وسله والو طالبانو له لورې په مرګ وګواښل شول.

په همدې ورځ خبریال سید شریف اصیل او هرات ولایت کې د تابان تلویزیون مدیر احمد صادقي د هرات پولیسو ووهل او سپکاوی ورته شوی.

د وری میاشتې په ۲۴ مه نېټه په نیمه شپه هرات ولایت کې د اسیا شخصي تلویزیون مسوول مدیر نذیر احمد رها د نامعلومه وسله والو له لورې وهل شوی و، له هغې یو ساعت مخکې د فراه سیمه ییز تلویزیون خبریال ابراهیم محمدي د نامعلومه کسانو له لورې په مرګ ګواښل شوی وو.

د افغانستان خبريالانو مرمز ددغه پېښو په اړه د اندېښنې ترڅنګ د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالی د رياست جمهوري د انتخاباتو د رايې اچونې د بهير له رانږدې کېدو سره يوځای د اندېښنې وړ دي. او له داخله چارو وزارت څخه غواړي چې د رسنيو د ازاد فعاليت د ساتنې امنيت تامين او د رسنيو په حرمت کې د لاسوهنې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او عوامل يې تر څېړنې لاندې ونيسي.