۱ مرغومی ۱۳۹۳
کابل: د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت وایي د افغانستان دولتي ویب سایټونو باندې انټرنیټي حمله شوې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته ویلي چې لویو نړیوالو هکرانو درې ورځې مخکې د افغانستان په انټرنیټي فضاباندې حمله کړې او هغه فایل چې د افغانستان دولتي ویب سایټونو کې نوې فعال شوی و تخریب کړی دی.
د هغه په وینا، په دې حمله کې د مخابراتو وزارت معلوماتو مرکز په نښه شوی و، مګر د وزارت تخنیکي مسوولینو وکولی شول په ۲۴ ساعتونو کې د هغې مخه ونیسي.
نصرت رحیمي وايي تخنیکې مسوولینو وروستي سایبري بریدونه په ۲۴ ساعتونو کې له منځه وړي دي.
مخابراتو وزارت وروسته له هغې د سایبري حملو په اړه مالومات ورکړل چې یو امریکایي شرکت د افغانستان انټرنیټي دفاعي سیستم کمزوری یاد کړ او زیاته یې کړه چې هکران د دې هیوا دولتي ویب سایټونو په ککړولو سره عادي کارونکو ته دام ګدي.
امریکایي شرکت 'ThreatConnect' چې مرکز یې امریکا کې دی او انټرنیټي خوندیتوب برخه کې څېړنه کوي ویلي، چې تېره اونۍ له يو حالت سره مخ شوي دي چې ښکاره کوي د افغانستان دولت انټرنېټي لمنې (gov.af)، د يو شمېر ککړو سافټويرونو نه په ګټې اخېستنې موخه ګرځول شوي چې ګمان کيږي سرچينه يې په چين کې ده.
د دې شرکت معلوماتو رئیس ریچ برګر رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ چې د چین اطلاعاتي سازمان د تخریبوونکو سافټ وایرونو په کارولو سره کولی شي، د هغه اشخاصو دستګاه او کمپیوټرو ته لاسرسی ولري چې دولتي ویب سایټونو ته مراجعه کوي.
هغه ویلي که څه هم چې د افغانستان دولت ټول هغه تخریبونکي سافټویرونه له منځه وړي یا غیري فعال کړي؛ له کومو به چې د افغانستان په دولتي ویب سایټونو حمله کې ګته اخیستل کېده خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان دولت دې حملو سره مبارزې لپاره کوم «انتي وایرس» نه لري.
ښاغلي برګر همدا راز ويلي:«مونږ په چين کې د پېژندل شويو لوبغاړو همېشني کارونه پېژندلي دي؛ چې د انټرنېټي بريدونو لپاره د افغانستان دولت له زېرمو يې ګټه اخېستې ده.»
ريچ برګر او ملګرو يې موندلې چې د افغانستان دولت پر ويبپاڼو انټرنېټي بريدونه داسې سرته رسېدلې چې، بريد کوونکي لومړی زيات شمېر قربانيان موخه ګرځوي او بيا د هغوی له منځه څرګندې موخې بېلوي.
د دې شرکت د څېړنې له مخې د عدليې، بهرنيو چارو، پوهنې، سوداګرۍ او صنايع، ماليې او ښځو چارو وزارتونه او همدارنګه په استراليا کې د افغانستان سفارت د چينايي هايکرانو د مخربو سافټويرونو موخه وه.
ښاغلی ورسجي وایي هکران په دې ډول حملو کې د قرباني شوو کسانو کمپیوټر ته داسې فایلونه استوي ؛ چې له هغې نه په ګټه اخیستو هغوی کولی شي د کارونکو شخصي معلومات په خپل لاس کې ولري.
هغې وویل چې د افغانستان ټولې انټرنیټي دروازې پرانستي دي او « د دولتي بنسټونو، د مثال په ډول د وزیرانو کمپیوټر او د هغوی ایمیلونه او د ارګ کمپیوټرې» کېدلی شي د دې ډول حملو قرباني شي او په دولتي دستګاه کې د اشخاصو او ډلو نفوذ کولی شي، هوکړه لیکونه او د دولتي چارواکو ایمیلونه لاندې باندې کړي.
زبیر ورسجي وایي چې انټرنیټي برخه کې د شته نیمګړتیاوو په اړه یې مخکې مخابراتو وزارت ته خبر داری ورکړی و او زیاته یې کړه چې دولت باید څارونکی سیستم جوړ کړي، خپل امنېتي کمربندونه غښتلي کړي او د انټرنیټي امنیت خوندیتوب لپاره باید اوږ مهال کړنلاره ولري او له هغې پرته به یواځې د وایرس ضد سافټویرونو جوړول ګټه ونه کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان مخابراتو وزارت وایي د افغانستان سایبري امنیت خوندیتوب برخه کې سلګونه زره ډالر لګښت کړی دی او دا هیواد انټرنیټي حملو سره د مقابلې لپاره د اړتیا وړ ټکنالوژي په لاس کې لري چې هر ډول حملې پرې دفعه کړي.
د دې وزارت ویاند وايي چې د افغانستان انټرنټي فضا هره ورځ د سلګونه سایبري حملو سره مخ کیږي او که چېرته د افغانستان دولت په د انټرنیټي فضا خوندیتوب برخه کې نا توانه وی، نو د دې هیواد مخابرات به فلج شوی وی.
په افغانستان کې زیاتره دولتي ادارې ویب سایټونه لري او د دوی یوه برخه خپل مهم معلومات د مثال په ډول د ټاکنو پایلې، د کانکور نتېجی، خبرپاڼې او لسګونه نور موارد د همدې ویب سایټونو له لارې د کاروونکو په واک کې ورکوي.
د افغانستان انټرنیټي فضا پخوا هم تر سایبري حملو لاندې راغلې ده، په ۲۰۱۲ کال کې هکرانو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویب سایټ واک په خپل لاس کې اخیستی و او دې موضوع په افغانستان انټرنیټي امنیت خوندیتوب په اړه بحثونه حساس کړل.

