معلوماتو ته د لاسرسي بهير د چټکتيا په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه

معلوماتو ته د لاسرسي بهير د چټکتيا په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه

کابل، ۲۵ میزان ۱۳۹۵

خلکو ته د پر وخت او سمو معلوماتو د ورکړې بهير د چټکتيا د څرنګوالي لپاره لاندې مراتب منظور دي:

۱- معلوماتو ته د لاسرسي قانون نافذ دی، د دې قانون د موادو په رعايت ټينګار تر څنګ او سمو او پر وخت معلوماتو ته د خلکو د ښه لاسرسي لپاره؛ وزيران، د مرکز دولتي چارواکي او د ولايتونو واليان مکلف دي، تر څو معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي بهير د آسانه کولو لپاره پر اطلاعاتو ته لاسرسي نظارت کمېسيون سره په مشوره د محرميت د درجې له لحاظه د معلوماتو د طبقه بندي کولو لپاره مؤثرې کړنلارې جوړې کړي.

۲- وزيران، د مرکز دولتي چارواکي او د ولايتونو واليان مکلف دي؛ تر څو لږ تر لږه په مياشت کې يو ځل د رسنيز کنفرانس له لارې د خپلو اړوندو بنسټونو فعاليتونو او پرمختګونو نه خلک خبر کړي.

۳- وزيران، د مرکز دولتي چارواکي او د ولايتونو واليان مکلف دي؛ تر څو د ي، منظم مهالوېش له مخې د معلوماتو د تبادلې په برخهکې د ښې همغږۍ لپاره؛ هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقيقې د خپلو ادارو وياندويانو لپاره ځانګړې کړي او د تازه فعاليتونو او جريانونو له بهيره هغوی ته معلومات ورکړي.

- وياندويان اړ دي چې په منظم ډول پوښتنو ته د ځواب او معلوماتو ورکولو لپاره رسنيو سره په اړيکه کې وي.

۴- وزيران، د مرکز دولتي چارواکي او د ولايتونو واليان مکلف دي؛ تر څو د ښه او پر وخت معلوماتو د ورکړې لپاره د وزارت د يو معين په شمول د خپلو دريو تنو ارشدو مسئولينو لړليک ترتيب او د اړيکې د مشخصاتو سره (تليفون، ايميل) رسنيو ته وروپېژني .

۵- وزيران، د مرکز دولتي چارواکي او د ولايتونو واليان مکلف دي؛ تر څو د رسنيو سره د ښو اړيکو او همغږۍ د تأمين لپاره وخت نا وخت د رسنيو د مسئولينو سره معلوماتي ناستې جوړې کړي.

۶- د عامه او ستراتيژيکو چارو د ستر سلاکارۍ دفتر او د ولسمشرۍ  د وياند دفتر د اړتيا پر وخت او د لا همغږۍ لپاره د وزيرانو، د مرکز دولتي چارواکو او د ولايتونو واليانو سره هر اړخيزې مرستې وکړي.

۷- وزيران، د مرکز دولتي چارواکي او د ولايتونو واليان مکلف دي؛ تر څو په منظم ډول هره مياشت د ولسمشرۍ چارو ادارې عمومي رياست ته د خپلو اړوندو ادارو د کاري اجرأتو د څرنګوالي راپور ورکړي او د چارو اداره هم مکلف ده چې د دې حکم د موادو تطبيق بهير څخه هر اړخيزه نظارت وکړي او د ولسمشرۍ عالي مقام ته يې پر وخت راپور وړاندې کړي.

محمد اشرف غني

د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر