کابل، ۸ کب ۱۳۹۲
یو شمیر افغان خبریالانو او مدني فعالانو کابل کې په یوه غونډه کې، د مصر دولت څخه غوښتنه وکړه چې ژر ترژره په دغه هیواد کې بندي خبریالان په ځانګړې توګه د الجزیرې تلویزیون خبریال خوشې کړي.
دا غونډه چې کابل کې د الجزیرې تلویزیون په دفتر کې جوړه شوې وه ګډون کوونکو د « خبریالي تروریزم نه دی» او د « الجزیرې خبریال» خوشې کړئ شعارونه په لاس کې نیولې و، مصر کې د بیان ازادۍ او رسنیو ازاد فعالیت لپاره د فضا خرابېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه ښکاره کړه او د پوځ له ملاتړه برخمن حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د دې تلویزیون نیول شوي خبریالان ازاد کړي.
کابل کې د الجزیرې کاري ډلې غړي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل کابل کې د خبریالانو راټولېدل د هغه نړیوال کمپاین سره په یو وخت ترسره شول چې په هغې کې د مصر حکومت څخه غوښتل کیږي د بیان ازادۍ او د ازادو رسنیو فعالیت ته په درناوي، ژر تر ژره دا خبریالان خوشې کړي.
پیتر ګرست، محمد فهیمي او باهر محمد د الجزیره شبکې هغه خبریالان دي چې د روان کال جدي میاشتې په ۸ نېټه د مصر حکومت له لورې ونیول شول.
د مصر حکومت دا خبریالان د درواغ خپرولو او د اخوان المسلمین څخه د ملاتړ له امله د مصر ملي امنیت ته د زیان اړولو په هڅه تورن کړي دي؛ هغه تورونه چې د الجزیرې له لورې په کلکه رد شوي دي.
دا خبریالان یوه اونۍ وروسته له هغې نیول کیږي، چې د پوځ له ملاتړه برخمن حکومت اخوان المسلمین یو تروریستي سازمان معرفي کړ.
د مصر ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمین لوړ رتبه غړي سرطان میاشت کې د پوځ په یوه کودتاه کې ګوښه او تر اوسه په بند خونه کې دي.
له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیواله کمېټې ویلي دي چې په روان کال کې لږ تر لږه نور پینځه خبریالان په مصر کې نیول شوي دي.

