د کابل نیوز خبري ټیم سره د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند غیري قانوني چلند غندو.

کابل، ۲۰ دلو ۱۳۹۲

د افغانستان خبریالانو مرکز د کابل نیوز شخصي تلویزیون خبریال او کامره مین سره د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد داود سلطان زوی چلند په کلکه غندي او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غواړي چې دې قضیې ته په جدي توګه رسېدنه وکړي.

کابل نیوز ویلي چې د دې رسنۍ چمتو کوونکی ملک عاصم او کامره مین هارون سکندري د دلوې میاشتې په ۱۷ نېټه د مرکې لپاره د دې نوماند کورته ورغلي و چې د هغه له ډیر بد چلند سره مخ شوي و.

د کابل نیوز د خبر پاڼې له مخې د ولسمشرۍ ریاست دې نوماند د دې رسنۍ خبریال پوښتنې په ځواب کې چې آیا کورنۍ یې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي؟ په غصه شوی او د دې رسنۍ خبریال او انځورګر ته له سپکاوي سربېره، د ساتونکو پر مټ یې ریکارډ کړي مرکه ترې اخیستې او د درې ساعتو لپاره یې په کور کې بندي کړي او اجازه یې نه ده ورکړې چې له کوره بهر شي.

سلطان زوی تر اوسه د دې پېښې په اړه نظر نه دی ورکړی.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ښاغلي سلطان زوی چې یو وخت خپله په طلوع تلویزیون کې د یوې خپرونې چمتو کوونکی و، د قانون خلاف ګڼي او هغې ته د رسېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان ټاکنو قانون ۶۸ مادې ۱۸ بند کې راغلي دي چې د خبریالانو پرضد د فشار، معلوماتو ته د لاسرسي مخنیوي او د خبریالانو پرضد د غیري قانوني او غیري اصولي محدودیت جوړولو څخه په جدي توګه ځان وساتي.

سربېره پردې ددغه قانون د ۲۱ماده کې راغلي چې په رسنيو باندې د تهديد،ويرې رامنځته کولو او د حرمت له منځه وړنه او ستونزو رامنځته کونه د قبول وړ نه ده.