له افغانستان د نیویارک ټایمز ویستل شوي خبریال اجازه ترلاسه کړه، چې خپل هیواد ته ستون شي

له افغانستان د نیویارک ټایمز ویستل شوي خبریال اجازه ترلاسه کړه، چې خپل هیواد ته ستون شي

کابل ۱۴ تله ۱۳۹۳

 د افغانستان خبریالانو مرکز، د نیویارک ټایمز خبریال باندې د داخلېدو او کار لګېدلي بندیز لغوه کولو په اړه د افغانستان ولسمشر اشرف غني پریکړې څخه هرکلی کوي او هغه په هیواد کې د ازادو رسنیو فعالیت غښتلتیا لپاره یو ګام بولي.

د روان کال زمري میاشتې په ۲۸مه د هیواد لویې څارنوالۍ کابل کې د نیویارک ټایمز خبریال د ټاکنو بهیر او د موقت حکومت جوړېدو طرحې له مله احضار او ممنوع الخروج اعلان کړ.

په دې راپور کې راغلي و چې د افغانستان دولت بانفوذه سیاسي څېرې د « ټاکنیز بن بست ماتولو» لپاره د موقت حکومت جوړولو په اړه په خبرو بوخت دي.

د دې ورځپاڼې ۴۰ کلن خبریال ماتیور روزنبرګ څارنوالۍ ته له غوښتلو وروسته پوښتل شوی او په« بې اتفاقۍ اچولو او د افغانستان ملي امنیت» ته په ګواښ پېښولو تورن شوی دی.

د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان دولت هغه ته یوه ورځ وخت ورکړ تر څو دا هیواد پرېږدي.

اوس نیویارک ټایمز ویلي چې اشرف غني احمدزي  د دې رسنۍ ادارې سره په ټلفوني اړیکه ویلي چې ماتیو روزنبرګ کولی شي دوباره افغانستان ته ستون شي او خپل مسلک ته دوام ورکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د دې خبریال داخلېدو او کار مخنیوي په اړه د محدودیت ختمولو په اړه د افغان ولسمشر له پرېکړې چې د هیواد اساسي قانون او ډله ییزو رسنیو قانون سره سمه تر سره شوې ده ستاینه کوي او هغه د درناوي وړ بولي.

د بیان ازادۍ او رسنیو د ازاد فعالیت دا ملاتړی بنسټ په عین وخت کې له ولسمشر غواړي، د سزا د معافیت په اړه خپله ژمنه پوره کړي او جازه ورنه کړي چې د خبریالانو پرضد تاوتریخوالی په یو کلتور بدل شي.