کابل ۸ کب ۱۳۹۲
د افغانستان خبریالانو مرکز نیت لري « د افغانستان د کال خبریال» د کاري مخینې او مسلکتیوب له مخې د یوې کمېټې په رایو وټاکي.
جایزه: د کال خبریال لپاره د ځانګړي ستاینلیک سره له افغانستان څخه دوبۍ او نوي ډهلي ښارونوته د تګ راتګ ټکټ د کب میاشتې په ۲۷ د خبریال ورځې په ویاړ مراسیمو کې چې په کابل کې ترسره کیږي هغه شخص ته ډالۍ کړل شي.
شرایط:
* بېلابېلې چاپي، غږیزې، انځوریزې او پرلیکه ازادې او دولتي رسنۍ کولی شي د دې جایزې ترلاسه کولو لپاره خپل تکړه خبریال د راپور نمونې سره نوماند کړي.
* د پام وړ راپور باید په ۱۳۹۲ کال کې د یوې رسنۍ له لارې خپور شوی وي.
* د خپرېدو دقیقه نېټه یې معلومه وي. په هغه وخت کې چې انلاین بڼه یې شتون ولري، د هغې لینک را واستول شي.
* په هغه وخت کې چې د پام وړ راپور غږیز یا انځوریز واوسي باید د هغې پښتو او یا دري متن یوځای ورسره را واستول شي.
* ټول هغه خبریالان چې په کابل او یا ولایتونو کې په ازاد ډول فعالیت کوي پرته له کومې استثنا د یادو شوو شرایطو په پام کې نیول سره کولی شي په دې سیالۍ کې ګډون وکړي.
د غوښتنلیک استولو څرنګوالی: هیله ده په دې سیالۍ کې د ګډون په موخه خپل غوښتنلیک د پورته یادو شوو شرایطو په نظر کې نیولو سره د این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید ایمیل له لارې د کال خبریال ټاکونکې کمېټې ته ولېږئ.
د افغانستان د کال خبریال سیالۍ کې د نوماندۍ وروستۍ نېټه: د ۱۳۹۲ کال کب میاشتې ۲۱ نېټه د چهارشنبې ورځ د مازدیګر ۴ بجې.

