کابل، ۸ حوت ۱۳۹۱
د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ وزیرانو شوار د هیواد په راډیوګانو او تلویزیونونو کې د پردۍ لهجې او ژبې کارول منعه اعلان کړل.
دا پرېکړه د دې شورا په نه څلوېښتمه ناسته کې چې د کب میاشتې په ۷ مه نېټه ترسره شوه اعلان شوه.
د چارو ادارې عمومي ریاست او وزیرانو شورا راپو له مخې دا پرېکړه اطلاعاتو او کلتور او لوړو زده کړو وزارتونو د پلي کولو په موخه استول شوې.
په دې حکم کې داسې ویل شوي:« اطلاعاتو او کلتور، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه ته دنده سپارل شوې چې د ملي ژبو او لهجو ساتنې برخه کې اړوند وزیران او ادارې خپله ملي او تاريخي وجيبو په نظر کې نيولو سره مربوطه بنسټونه د لهجو، او د ملي ژبو هويت او خصوصيت وساتي، او په ځانګړي ډؤل راډيوګانې او تلويزونونه په خپلو خپرونو کې خپلو ملي ژبو ته خاصه پاملرنه وکړي او د غير معياري لهجو له نشراتو، نامانوسو کلمو او د پردويو ژبو او لهجو څخه جداً ځان وساتي.»
په دې اړه د چارو ادارې عمومي ریاست او وزیرانو شورا راپور کې ډیر معلومات نه دي ورکړل شوي
مګر د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال دین محمد مبارز راشدي په دې اړه بي بي سي ته وویل: « نن ورځ درې ژبې هم ستونزې پیدا کړي او پښتو ژبې هم ستونزې پېدا کړي دي او دا د افغانستان حق دی چې وتوانیږې خپلې ژبې هم د لغتونو اوهم د لهجو له اړه خه پاکې کړي.»
هغه په دې برخه د ځانګړو بېلګو له ورکولو ورکولو ډډه وکړه مګر وې ویل: « که موږ هغه کلمې چې په فارسي ژبو هیوادونو کې مفهوم ولري او د افغانستان خلکو لپاره مفهوم ونه لري»، ناسم دی.« دا د افغان وګړو حق دی چې د هغه لغاتو څخه ګټه واخلي چې د افغان وګړو به ژبه کې شتون ولري.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په دې اړه معلومات ورنه کړل چې د بې مفهمومه کلمو تشخیص کومې ادارې پورې اړه لري مګر زیاته یې کړه دې وزارت جمهوري ریاست ته وړاندیز کړی چې د ژبو برخه کې وړ کسان وګماري تر څو سمې او ناسمې کلمې سره جلا کړي او معلومه کړي چې کوم لغتونه وکاروي.»
خو مګر راشدي ویلي هغه رسنۍ چې په ولایتونو فعالیت کوي کولی شي په سیمه ییزه لهجه خپل پروګرامونه خپاره کړي، هغه خپرونې چې د مرکزي رسنیو څخه خپریږي غوره ده په هغه لهجه باندې وي په کومې چې د کابل اوسیدونکي خبرې کوي.

