کابل ۲۸ زمری ۱۳۹۳
د افغانستان لویې څارنوالۍ کابل کې د نیویارک ټایمز خبریال د ټاکنیز بهیر او موقت حکومت جوړېدو په اړه د راپور خپرولو په وجه احضار او ممنوع الخروج اعلان کړ.
نیویارک ټایمز ویلي کابل کې د دې ورځپاڼې ۴۰ کلن خبریال ماتیو روزنبرګ د هغه مقالې له امله چې تېره ورځ خپره شوه د غیري رسمي خبرو لپاره د افغانستان لویې څارنوالۍ ته غوښتل شوی، پوښتنې او ګر وېګنې ترې شوې دي.
په دې مقاله کې راغلي چې د افغان حکومت قدرتمندې څیرې د «ټاکنیز بن بست ماتولو» لپاره په خپلو کې د موقت حکومت په جوړولو باندې سره مشهورې کوي.
د نیویارک ټایمز په خبره دا څلورم ځل دی چې د افغانستان حکومت دا رسنۍ د قانوني پلټنو په ترسره کولو ګواښي او یا یې پرضد شکایت کوي.
همدارنګه طلوع نیوز تلویزیون راپور ورکړی چې د افغانستان څارنوالۍ د دې ورځپاڼې خبریال ماتیو روزنبرګ د « د موقت حکومت اړوند بې اساسه خبرونو» خپرولو په اساس له فغانستانه ممنوع الخروج دی.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه زیات معلومات نه دي ورکړي.
این خبرنگار در حالی به خاطر نشر یک مقاله ممنوع الخروج می شود که دولت مطابق با ماده چهارم قانون رسانه های همگانی افغانستان، از آن بر حذر داشته شده است:
۱- هرڅوک د فکر او د بیان آزادۍ حق لري. د معلوماتو غوښتنه، ترلاسه کول او خپرول د چارواکو له مداخلې او محدودیت پرته په دې حق کې شامل دي او همدارنګه د بيان ازادۍ او خپرولو وسايلو په نظر کې نيولوسره معلومات توزيع او ترلاسه کولی شي.
۲۲- حکومت د ډله ایزو رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوي.
د دولت او دولتي ادارو په ګډون هیڅ حقیقي او حکمي شخص نه شي کولی د خبري او معلوماتي رسنیو فعالیت منع، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا په یو ډول د ډله ییزو او معلوماتي رسنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.
د افغانستان خبریالانو مرکز له مسوولو چارواکو غواړي له هغه څه سره سم چې په قانون کې ښکار ذکر شوي دي درناوی وکړي او په هغې باندې په عمل کولو سره د دې خبریال پر وړاندې جوړ شوي محدودیت ته د پای ټکی کیږدي.

