د باختر اژانس پخواني خبریال مړینې له امله د افغانستان خبریالانو مرکز د خواشینۍ پیغام

د باختر اژانس پخواني خبریال مړینې له امله د افغانستان خبریالانو مرکز د خواشینۍ پیغام

 

کابل ۲۳ زمری ۱۳۹۳

کابل: د افغانستان خبریالانو مرکز، د باختر دولتي اژانس امنېتي برخې خبرونو مسوول سید محمد عازل مړینه لویه ضایع ګڼي او نشتون له امله یې کورنۍ، همکارانو او هیواد رسنیو ټولنې ته ډاډ ګېرنه وړاندې کوي.

د باختر اژانس راپور په اساس ۵۸ کلن محمد عازل چې په کابل کې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي او پېښور ته لېږل شوی و، د ژورو ټپونو له امله یې تېره ورځ ژوند له لاسه ورکړ.

ویل شوي چې د دې خبریال مړی مومندرې ولسوالۍ ګردي غوث سیمه کې په خپل پلرني کلي کې خاورته سپارل شوی دی.

عازل په دې وروستیو کې د کلیو او پراختیا وزارت معلوماتو رسونې برخه کې کار کاوه.

روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې