کابل، شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۱
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په غوښتنه یې د یوټیوب ټولنیز سایټ فیلټر لرې کړی دی.
دا مشهوره شبکه د روان کال غوایي میاشت وروسته له هغې د حضرت محمد ص په اړه یې له سپکاوي ډک فلم خپور کړې په افغانستان کې فیلټر شوه.
دا فلم چې سام باسیل جوړ کړی و او د امریکایي کشیش تری جونز له لورې خپور شو د نړۍ مختلفو هیوادونو کې پرې پراخه نیوکې وشوې او پرضد یې لاریونونه وشول چې په پایله کې یې یوشمېر ټپیان او ځیني نور ووژل شول له دې ډلې د لیبیا بن غازي ښار کې د امریکا په سفارت د قهر جنو لاریون والو حمله کې د امریکا سفیر او نور دې امریکایان ووژل شول.
له تاوتریخوالي ډکو دې لاریونونو څخه وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دې فلم ته د نه لاسرسي لپاره د ملي امنیت شورا او اطلاعاتو او کلتور وزارت په غوښتنه دا سایټ بند کړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین د شنبه په ورځ له ۹ میاشتني بند وروسته د دې امر لغوه کېدو په اړه او دې سایټ ته د لاسرسي خبر په خپله فیسبوک پاڼه خپور کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر په خبره چې د دې ټولنیزې شبکې تړلو د زیات شمېر کارونکو نیوکې پارولې وې نو له دې امله دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت څخه غوښتنه وکړه چې تر څو دا فیلټر نور لرې کړي.
مګر رهین په خپله فیسبوک پاڼه په افغانستان کې د یوټیوب څخه د ګټې اخیستنې، اداب او فرهنګ په اړه شک څرګند کړی؛ هغه موضوع چې د بیان ازادۍ زیات شمېر کارونکو پرې نیوکه کړې ده.

