
۱۴۰۰ وږي ۶ مه
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز لومړني معلومات ښیيي چې دوه ورځې وړاندې د کابل نړیوال هوایي میدان باندې شوې خونړۍ چاودنه کې دوه افغان خبریالان هم وژل شوي دي. د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې د « رها خبري آژانس» رپورټر علیرضا احمدي او د «جهان صحت تلویزیون» پخوانۍ ویانده نجمه صادقي وژل شوي دي.
د کابل له سقوط او دې ښار ته د طالبانو له ننوتولو وروسته، نجمه صادقي او علیرضا احمدي له هېواد څخه د وتلو په موخه د کورنیو د یوشمېر غړو سره د دې ښار هوایي ډګر ته تللي وو. د وږي میاشتې په ۴ رمه د پنجشنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر په نظامي دروازې چې په «ابي ګیټ» نوم نومول شوې ده، خونړۍ چاودنه وشوه چې د امریکایي نظامي سرچینو په وینا ځانمرګی برید و. راپور ورکړل شوی دی چې په دې چاودنه لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر وژل شوي دي.
داعش ډلې د دې برید مسؤولیت منلی دی.

رها خبري اژانس د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې چاودنه کې د علي رضا احمدي په ګډون د هغه ورور هم وژل شوی دی.
همدارنګه د نجمه صادقي پلار د افغانستان خبریالانو مرکز سره په ټلیفوني اړیکه کې ویلي چې په دې پېښه کې پر نجمه سربیره د هغې ورور او ترور زوی هم وژل شوي دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز په ملکي وګړو برید په کلکو ټکو غندي. د افغانستان خبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي وویل:« دې برید دا روښانه کړه چې حتا ملکي وګړي چې د خپل سر خوندیتوب لپاره له هېواد څخه د وتلو په هڅه کې دي خوندي نه دي همدارنګه خبریالان هم له جدي ګواښ سره مخ دي.»
هغه زیاته کړه:« د افغان خبریالانو زړه ورتیا او ژمنتیا چې په ناسمو حالاتو کې یې د اطلاع رسونې په برخه کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي او د بیان ازادۍ غوړېدا لپاره یې ځانونه قرباني کړي د تاریخ په زیرنو پاڼو کې ثبت شي.»
د هغه په وینا؛ افغانستان کې پېچلي او مبهم وضعیت ته په کتو اوس باید نړیواله ټولنه خپل ټول پام د افغان خبریالانو د ځان امنیت او خوندیتوب ته واړوي او د هغوی خوندیتوب او یا امن ځای ته د هغوی انتقال برخه کې دې له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د معلوماتو په اساس په تیرو شاوخوا دوه لسیزو کې لږ تر لږه ۱۲۷ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په افغانستان کې وژل شوي دي چې ډیری هغوی هدف ګرځول شوي او یا په جګړې او نورو اړوند پېښو کې وژل شوي دي.

