د خبریالانو د امنیت لارښود او د افغانستان خبري رسنیو د امنیتي تګلارې(پالسۍ) جوړونې ځانګړي کتابونه چاپ شول.

۱۳۹۸ لیندۍ ۴ مه

کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو او د افغانستان خبري رسنیو خوندیتوب لپاره د دې نهاد د پراخو پروګرامو په لړ کې دوه ښوونیز کتابونه چمتو کړي دي چې د خبریالانو او رسنیو مدیرانو په واک کې به ورکړل شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نوښت او پراختیا مرستیال ذبیح الله نوري وایي ټاکل شوې چې دا کتابونونه د لنډ مهاله ښوونیزو ورکشاپونو له لارې چې د کابل، شمال، شمال ختیځ، سوېل، سوېل ختیځ، لودیځ، ختیځ او مرکز په ګډون په اووه زونونو کې به چې د هیواد ټول ۳۴ ولایتونه په بر کې نیسي ترسره شي د رسنیو مسوول مدیرانو او خبریالانو ته ډالۍ کېږي

د نوري په وینا دا ښوونیز کتابونه د افغانستان د خبریالانو مرکز د لوی پروګرام د یوې برخې په توګه چمتو او چاپ کړي دي تر څو خبریالانو سره مرسته وکړي چې خپل امنیت ډاډ من کړي او همدارنګه د رسنیو مدیران وکولای شي چې د امنیتي پالیسۍ په جوړولو سره پېښ امنیتي ګواښونه له وړاندې مدیریت کړي او د خپلو کار کوونکو، وسایلو او رسنیزو دفترو امنیت تامین کړي.

دا پروګرام لیندۍ(عقرب) میاشت کې پېل شوی او اټکل دی چې په راتلونکو درې میاشتو کې په څلورو برخو لکه د خبریالانو د خوندیتوب ښوونیز ورکشاپ او د خبري رسنیو د امنیتي تګلارې(پالیسۍ) جوړولو لارښود، دیني علماوو، روحانینو، مدني ټولنو استازو او قومي مخوره سره مشورتي ناسته او امنیتي مسوولینو او سیمه ییزو چارواکو سره د عدالت غوښتنې په برخه کې ترسره شي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې خبریالانو سره د فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ، فشار او ډارونې له زرو ډیرې پېښې شوي دي چې ۱۰۹ خبریالاند د افغانستان په بېلابېلو سیمو او دوه افغان خبریالان په پاکستان کې وژل شوي دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز او د رسنیو معلوماتو په اساس په وروستیو کلونو کې یواځې دا نه چې په افغانستان د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ او ډارونې اندېښنه کمه شوې نه ده، بلکې د خبریالانو د هدفي وژنو سره لا ګواښوونکې شوې ده.

له بلې خوا سزا څخه د معافیت کلتور د دې لامل شوی دی چې د خبریالانو پرضد د تاوتریخوالي ترسره کوونکي او پلانوونکي له سزا څخه خوندي پاتي شي.