په ۱۳۹۸ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښوونې پېښو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی.

په ۱۳۹۸ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښوونې پېښو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی.

 

۱۳۹۸ کب ۲۷ مه

کابل: په ۱۳۹۸ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو د امنیت او مصونیت کچې په اړه د افغانستان خبریالانو مرکز کلنی راپور د  دې ښوودنه کوي چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په اړه د تاوتریخوالي پېښې د ۱۳۹۷ کال په پرتله ۲۱ په سلو کې زیاتې شوې دي.

 

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې چې نن یې کابل کې د خبریال ورځې په ویاړ خبري کنفرانس کې اعلان کړې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي، ګواښ، سپکاوي او یا د رسنیو پر ودانیو باندې د  بریدونو شاوخوا ۱۱۶ پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز رییس احمد قریشي وویل چې د دې بنسټ د معلوماتو په اساس په د ۱۳۹۷ کال د ۹۲ پېښو په پرتله په ۱۳۹۸ کال کې، پرته له دې چې د قربانیانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی وي، په دې برخه کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، تهدید او ځورولو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د هغه په وینا؛ په تېر کال کې ۵ تنو کې درې تنه خبریالان، یو تخنیکي کار کوونکی او یو تن د رسنیو امنیتي کار کوونکی دی چې په هېواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د ملي راډیو تلویزیون د تخنیک کار کوونکی سخي بلوڅ(جوزا ۲ مه)، په کابل کې د شمشاد راډیو تلویزیون ساتونکی عبدالروف ایملزی( د چنګاښ ۱۰مه)، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ګردېز غږ راډیو خبریال نادرشاه صاحبزاده( چنګاښ ۲۲مه)، کندهار ښار کې د هېواد راډیو تلویزیون خبریال عبدالحمید هوتکي( تلي ۳ مه) او د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د سمون راډیو ویاند صفر محمد اتل د مرغومي په ۱۲ مه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

قریشي څرګنده کړه چې په دې موده کې لږ ترلږه ۲۲ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په تروریستي پېښو کې ټپیان شوي هم دي.

د دې شمېرو له مخې، د وسله والو طالبانو ډله د یو خبریال او یو رسنیز کار کوونکي په وژنې او نا معلومه وسله وال د دوه خبریالانو او یو رسنیز کار کوونکي په وژنې تون او یا هم شکمن دي.

همدارنګه د ټپي کولو پره قضیو کې، طالبان د ۱۴ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو په ټپي کېدو، نا پېژانده وسله وال د ۶ پېښو او داعش ډله بیا په ۲ پېښو کې په لاس لرلو تورنه ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو په اساس؛ که څه هم چې د رسنیو ټولنې د قربانيانو شمېر د ۱۳۹۷کال په پرتله د ملاحظې وړ (۱۵تنه) کم شوی دی، مګر د ۵ خبريالانو او د رسنيو ټولنې د کارکوونکو وژل کېدل په داسې حال کې چې د حکومت او نړيوالو سرچينو په وينا، د خبريالانو په وړاندې د تاوتریخوالي اصلي عاملین داعش ډله په افغانستان کې سرکوب شوې ده، د خبريالانو په وړاندې د تهديد او تاوتريخوالي د اندازې لوړوالی د دې ښودنه کوي چې د خطر کچه لا زياته شوې او په افغانستان کې د خبريالي کار درنده بيه لري.

همدارنګه د افغانستان دخبريالانو مرکز د ثبت شویو شمېرو له مخې، په وروستیو ۱۲ مياشتو کې د ګواښ ۲۸ پېښې، د سپکاوي۳۲ پېښې، د تښتونې ۱۱ پېښې، ۸ پېښې د زنداني کولو، د وهلو ټکولو ۶ پېښې او د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د وسله وال اقدام ۴ پېښې ثبت شوې دي.

په ۱۳۹۸ کال کې د خبريالانو د ګواښوونې له ۲۸ قضیو څخه په ۸ پېښو کې دولتي/حکومتي چارواکي، په ۶ پېښو کې نامعلومه کسان، ۵ پېښو کې وسله وال طلبان، ۵ پېښو کې زور واکي او ۴ پېښو کې په لاسرلو باندې پولیس تورن شوي دي.

د سپکاوي او توهين په ۳۲ پېښو کې، ملي پوليس په ۲۱ پېښو،  د رياست جمهوري ساتونکي په ۴ پېښو، زورواکي په ۴ پېښو او دولتي مسؤلين په ۳ پېښو کې په لاس درلودو تورن شوي دي.

همدارنګه د تښتونې ۱۱ پېښې ټولې د وسله والو طالبانو له لورې ترسره شوې دي چې خبریالان ورسره له یوې ورځې نېولې تر دوه ورځو پورې په بند کې وو.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې، د هل ټکولو ۶ پېښو کې ۳ د ملي اردو له لورې، ۱ د ریاست جمهوري د ساتونکو له خوا، یوه پېښه د دولتي مسوول له لورې او ۱ پېښه هم د نا معلومه شخص له لورې ترسره شوې ده.

سر بېره پر دې په دې موده کې په خبريالانو باندې د نامعلومه وسله والو له لورې د برید ۳ پېښې، يوه پېښه د طالبانو له لوري او ۸  پېښې يې بيا د ملي امنيت له لوري د موقتي نيونې په برخه کې ثبت شوې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د راپور په اساس، په ۱۳۹۸ کال د خبريالانو په وړاندې د ټولو ۱۱۶ پېښو له جملې، دولت ( چې امنيتي ځواکونه، چارواکي، او دولتي او حکومتي مسؤلين پکې شامل دي) په ۵۳ پېښو، طالبان په ۳۳ پېښو، نامعلومه کسان په ۱۹ پېښو، زورواکي په ۹ پېښو او داعش د ۲ پېښو په ترسره کولو باندې تورن شوي دي.

د تاوتريخوالي او د ګواښوونې د ملاحظې وړ پېښو سربېره، د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې په اته زونونو کې خبریالانو سره د ناستې پر مهال ترسره شوې تازه څېړنه څرګندوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدوديت ډېر شوی دی چې د رسنيو اقتصادي ستونزې ته په کتو په  خبريالانو کاري ساحه تنګه شوې ده.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په دې باور دی چې د دغه وضعيت دوام د ځان سانسورونې د ډېروالي او د رسنيو د اصلي کارونو د کمښت لامل شوی دی چې کېدلا شي اغېز يې د هېواد لپاره منفي او زیان اړونکې تمامې شي.

د افغانستان خبريالانو مرکز په هېواد کې د جګړې له غاړو غواړي چې د خبريالانو حقوقو ته درناوی وکړي او د خبريالانو او رسنيو لپاره خوندي او د امن فضا رامنځته کړي.

په دې برخه کې بايد د افغانستان دولت پرېکنده سياسي ژمنه وکړي چې د رسنيو ټولنې د اندېښنو لرې کولو لپاره، اړوند قوانين او مقررې په ځانګړي ډول د حکومت او رسنيو ګډې کمټې پرېکړو ته به چې  خبريالانو سره د تاوتريخوالي او ګواښ پېښو ته د رسيدګۍ په خاطر ده احترام کوي او هغه به عملي کوي.