۱۱ حوت ۱۳۹۳
کابل: د وحدت ملي حکومت اجرايي ريس د يو خبري عکاس په اړه د اعتراضونو د زياتوالي په نسبت په خپلو څرګندونو کې ويل دي چې حکومت به دهغه دخوشې کولو لپاره د هيواد د قوانينو مطابق اقدام کوي.
عبدالله عبدالله پ دغه ناسته کې چې د خبري عکاس نجیب الله د بندي کېدو په اړه وه د خفګان اظهار وکړ او ويويل: دغه موضوع دلته نه خلاصېږي، د ښاغلي مسافر په اړه د حکم ورکول د حکومت له لوري څېړنه غواړي او د هغه د خوشې کولو لپاره به د هيواد د قوانينو مطابق لازمی اقدامات ترسره کېږي.
د حکومت اجرايي ريس په خپلو خبرو کې د خلکو د غږ او پېغام رسولو او د اخيري طبيعي پېښو د بازتاب په اړه د خبريالانو او د رسنيو دفعالانو رول وستایه.
د حکومت دغه مقام په داسې حال کې خپلې څرګندونې کوي چې په دې وروستيو کې خبريالانو او د رسنيو دفعالانو د مدافع بنسټونه د مسافر د راخوشې کېدو په اړه جدي اعتراض کړی او د هغه په اړه يې د عدالت د تامين غوښتنه کړې ده.
تېره رځ د اطلاعاتو اوکلتور وزارت هم ددغې قضيې په اړه خپله نګراني ښودلې وه. د دغه وزارت نشراتي معينه سيمين حسن زاده پژواک ته ويلي دي چې ددغه خبريال د نیولو اقدامات د دغه وزارت له خبرولو پرته شوي او د منلو وړ ندي.
د هغوی په وينا، د قانون مطابق د رسنيو د کارکونکو په اړه هر ډول شکايت بايد لومړی دغه کميسون ته ولېږل شي او په هغه صورت کې چې تخلف څرګند شي د عدلي بنسټونو ته لېږل کېږي؛ مګر د ذکر شوي عکاس په اړه دغه کار هيڅ صورت ندی نيولی.
د نيجب الله مسافر د بندي کېدو او بیا راخوشې کېدو خبر تېره هفته د پنج شنبې ورځ د ټولنيزې شبکې فيس بوک کې خپور شو.
په دې خبر کې ويل شوي چې د هغه د زنداني کېدو دليل د هغه عکس اخيستل دي چې په ۱۳۸۵کال کې اخيستل شوی و.
د مسافر د نژدې ملګرو د معلوماتو په اساس، ددغه عکاس د نيولو دليل هغه تصوير دی چې په ۱۳۸۵لمريز کال کې يې اخيستی و.
ويل کېږي چې مسافر په دغه کال کې له دوه ځوانو نجونو ( چې د کابل په غازي لوبغالي کې يې ورزشي نښان لېږداوه) عکس اخيستی و او په يو تبلغاتي شرکت يې پلورلی و مګر دغه شرکت هغه په بل ( جعلي) نښان سره ښودلی او نشر کړی و.
تر اوسه نده په ډاګه شوې چې ددغه عکس په «جعل» کې چا رول درلود.
د افغانستان خبريالانو مرکز د مسافر په اړه صادر شوی حکم ناعادلانه او غیر شفاف ګڼلی او د اجرايه رياست له دې اقدامه يې خوښي څرګنده کړې او ددې کمره مين د ژر ازاديدو غوښتونکي دي.

