ولسمشر دې د تلوېزيونونو په هکله د خپلو تازه څرګندونو بخښنه وغواړي.

ولسمشر دې د تلوېزيونونو په هکله د خپلو تازه څرګندونو بخښنه وغواړي.

۱۱ لېندۍ ۱۳۹۵

کابل: د افغانستان خبريالانو مرکز په هېواد کې تلوېزيوني شبکو په اړه د ولسمشر له وروستيو څرګندونو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ؛ له نوموړي غواړي چې خپلې توهين آمېزه څرګندونې بېرته واخلي او له پاره يې بخښنه وغواړي.

محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې مزار شريف ته په سفر کې په هغو خبرو کې چې د ۲۰۹ شاهين قول اردو کې يې يوې ډلې امنيتي ځواکونو ته وکړې؛ د هغوی له سرښندنو مننه وکړه او د رسنيزو قضاوتونو په اړه يې د بې تفاوتۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل:«تلويزيونونه يوې غاړې ته کړئ؛ پرېږدئ چې له هغوی باد راووځي؛ له تاسې برېښنا راوځي.»

د افغانستان خبريالانو مرکز د ولسمشر د دې څرګندونو اړوند د شديدې اندېښې څرګندولو تر څنګ؛ په دې باور دی؛ له محمد اشرف غني چې تل يې د بيان آزادۍ او د آزادو رسنيو د فعاليت څخه په ملاتړ ټينګار کړی دی او تر دې چې په دې برخه کې يې په مهمو اقداماتو لاس پورې کړی دی؛ د دا ډول توهين آمېزه خبرو تمه نه کېده.

د بيان آزادۍ او آزادو رسنيو دا ملاتړی بنسټ له ولسمشر غواړي چې د خپلو سپکوونکو خبرو په بېرته اخېستو؛ په دې برخه کې له رسنيزې ټولنې بخښنه وغواړي.