۲۲ مرغومي ۱۳۹۵
کابل: د افغانستان د خبريالانو مرکز د کابل د تېرې ورځې خونړی بريد چې په کې د ولسي جرګې تلويزيون دوه تنو کارکوونکو په ګډون زيات شمېر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ او درې تنه رسنيز کارکوونکي په کې ټپيان شول؛ په کلکه غندي.
د امنيتي چارواکو د معلوماتو پر اساس د ملي شورا د الحاقيه ودانۍ مخې ته د تېرې ورځې په ځانمرګو بريدونو کې لږ تر لږه ۳۸ تنه ووژل شول او شاوخوا ۸۶ تنه نور ټپيان شول.
د ولسي جرګې راډيو تلوېزيون سرپرست او د فرهنګي چارو ارشد سلاکار د افغانستان خبريالانو مرکز ته وويل چې په دې پېښه کې د دې رسنۍ خبريال نورالله او خدمتګارې فريدې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په وينا ۲۳ کلن نورالله په پنجشېر کې زېږېدلی، مجرد و او شاوخوا درې مياشتې وړاندې د دې تلويزيون د خبريال په توګه ګمارل شوی و.
نتوير زياته کړه چې د دې ځانمرګي بريد لامله د دې رسنۍ دوه تنه کارکوونکي ټپيان شوي هم دي.
يوې بلې سرچينې ويلي چې په دې پېښه کې د خرد خپرونې خبريال طاهر پيمان هم ټپي شوی دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د دې ترهګريز بريد چې پړه يې طالبانو په غاړه اخېستې د غندنې تر څنګ؛ وژل شويو لپاره له ستر خدايه جنت او کورنيو ته يې جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا غوښتنه کوي.
دا بنسټ د افغانستان له حکومت او نړيوالې ټولنې غواړي چې د دا ډول جنايتونو عاملينو ته په سزا ورکولو او قانوني چلند کې جدي عمل وکړي.
د افغانستان خبريالانو مرکز په ورته وخت کې په هېواد کې د امنيتي پېښو زياتوالي او د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو د قرباني کېدو په نسبت د اندېښنې څرګندولو سره له ټولو همکارانو غواړي چې د کار په جريان او خوندي سيمو ته په راګرځېدو د ځان لا خونديتوب لپاره جدي پاملرنه وکړي.
ثبت شوې شمېرې ښيي چې د ۱۳۹۵ کال په جريان کې د هېواد بېلابېلو شپږ تنه خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز موندنې ښيي چې په وروستيو ۱۵ کلونو کې په هېواد کې ۶۷ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي چې په ډېری مواردو کې د دې پېښو ۹۰ سلنه عاملين له مجازاتو بخښل شوي دي.

