
۱۳ سرطان ۱۴۰۰
کابل- د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو د ملاتړ د ملي صندوق مشرتابه غړو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه صندوق سرپرست مشر وټاکه. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکو دوو اونیو کې دې د دغه صندوق کړنلاره مشخصه او بحث دې پرې وشي.
دا غونډه نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه. د دې صندوق سرپرست رئیس صدیق الله توحیدي وویل، چې په دې ناسته کې د صندوق د بورډ پنځه غړو ته دنده ورکړل شوه؛ ترڅو د صندوق لپاره د رئیس د ټاکلو د معیارونو د څرنګوالي په ګډون، د دارالانشا رئیس او اداري کار کوونکو د ګمارلو پر څرنګوالي کار وکړي.
د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د ملاتړ د ملي صندوق د نوي بورډ غړي چې ١٣ کسان دي، څلور ورځې مخکې وټاکل شول. د علومو اکاډمۍ استازې محمد اصف احمدزي، د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استازې ميرزکي احمد انصاري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازې صابر مومند، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسيون استازې زهرا موسوي، د امریکا غږ راډیو خبریاله صمصمامه سیرت، د یک تلویزیون خبریال حارث جمالزاده، د پژواک خبري اژانس خبریال جاوید همیم، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس دواخان مینه پال او عبدالمجیب خلوتګر، ضیا بومیا، مکیه منیر، صدیق الله توحیدي او حجت الله مجددي چې د خبریالانو د فدراسیون استازي دي، د دې صندوق د نوي بورډ غړي دي.
تر اوسه د دغه صندوق د پخوانۍ رهبرۍ د ناسم مدیریت او بې کفایتۍ په اړه ډېر شکایتونه شوي دي. که څه هم د ياد صندوق مخکني رهبرۍ د ناسمې ګټې اخيستنې او بې کفايتۍ تورونه رد کړي،؛ خو د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې له پرېکړې سره سم د دغه کمېسيون د څېړنو په اړه د ياد پلاوي د نظر سم، ګډې کمېټې پرېکړه وکړه چې د دې صندوق د موثریت او روڼتیا په موخه دې د هغې په رهبرۍ او مدیریت کې بدلون راولي.
د خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو څخه د ملاتړ ملي صندوق په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشر په ملاتړ یو ځل بیا فعال شو. محمد اشرف غني وویل، له دې صندوق سره به ۵ میلیونه افغانۍ له خپلې شخصي بودیجې او ۱۰ میلیونه افغانۍ د مالیې وزارت (په ټولیز ډول ۲۰۰ زره ډالره) مرسته وکړي.
ولسمشر ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت د دې وړتیا لري چې له خبریالانو او د رسنیو د ټولنې د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي؛ څو د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بهرنیو مرستو ته اړتیا ونه لري.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د خبريالانو د فدراسيون د غړي په توګه د صندوق د مشرتابه د نوو غړو د ټاکلو او د هغې لپاره د کړنلارې د جوړول څخه هرکلی کوي او له حکومت څخه غواړي چې د دغه صندوق د لا پیاوړي کولو او د اړمنو خبریالانو او د رسنیو ټولنې د قربانیانو د کورنیو ډېرېدونکو ستونزو ته د سمې رسېدنې او کافي مرستو لپاره یومېکانیزم جوړ کړي او د هغې پر بنسټ دې عمل وکړي.
په ورته وخت کې دغه بنسټ له ملي سوداګرو، خوا خوږو شخصیتونو او همدارنګه له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د افغان خبریالانو د ملاتړ د ملي صندوق په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.
له ۱۳۸۱ هجري لمریز کال څخه تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۲۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکو په هېواد کې د بېلابېلو پېښو په تېره بیا د جګړې او یا تروریستي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له ۸۰ سلنه ډېر یې افغانان دي.
د امنیت د نشتوالي ترڅنګ د کار د قانون نه پلي کېدل او د ډیرې رسنیو په ځانګړې توګه د خبریالانو کاري خوندیتوب او روغتیا بیمې ته نه پاملرنه هغه لویې ستونزې او ننګونې دي چې اوس مهال ورسره په افغانستان کې خبریالان ورسره مخ دي
د افغانستان د خبريالانو د مرکز د موندنو له مخې، يو زيات شمېر خبريالان چې روغتيايي ستونزې لري، وايي چې د رسنيو د خاوندانو د کم عايد او نه پاملرنې له امله نه شي کولى خپل طبي لګښتونه ورکړي.
د رسنیو د ټولنې د قربانیانو د کورنیو ځورونکی ژوند بله هغه مسله ده چې تر اوسه ورته پوره پاملرنه نه ده شوې او تمه ده چې د دغه صندوق نوې رهبري به وکولای شي دغه اندېښنو ته پام وکړي.
د خبریالانو د مالي ملاتړي صندوق د نوې اساسنامې له مخې خبریالانو سره هغه وخت چې سخت ناروغه او یا په لاعلاجه ناروغیو اخته او یا هم ټپي شي او همدارنګه د رسنیو د ټولنې د قربانیانو له کورنیو او یا د ورکو شویو کسانو سره د خپل توان په اندازه مرسته کوي.

