کابل: ۱۲ غوايي ۱۳۹۶
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معين د رسنيو په اړه د حکمتيار تازه څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي چې دا وزارت د بيان آزادۍ څخه ملاتړ ته ژمن دی او هيڅ شخص او يا جريان حق نه لري چې دا بهير محدود کړي.
سيد آقا حسين فاضل سانچارکي دا موضوع نن د ژورنالېستانو د امنيت او خونديتوب په ملي ناسته کې چې په کابل کې د رسنيو د آزادۍ د نړيوالې ورځې (۳ مۍ) د نمانځنې په پار جوړه شوې وه؛ څرګنده کړې ده.
نوموړي د هېواد په قوانينو کې د آزادو رسنيو څخه ملاتړ او درناوي ته په اشارې وويل چې د بيان آزادي له تېري څخه خوندي ده او ټول بايد ورته ژمن واوسي.
سانچارکي څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو اړوند قوانينو ته د بيا کتنې په برخه کې يو لړ اقدامات او برنامې لکه: د ټوليزو رسنيو قانون تعديل او بيا کتنه، د الکترونيکي فعاليت د تنظيم مقرره او د ټوليزو رسنيو د جوړولو او فعاليت طرز مقرره تر لاس لاندې لري چې د هغه په وينا دا ټول کارونه په هېواد کې د مطرحو خبري بنسټونو سره په مشوره او همغږۍ مخته وړل کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين وويل چې د قوانينو د بيا کتنې او د رسنيو په کارونو د څار موخه په هېواد کې د قانون تطبيقو د رسنيو مسلکي فعاليت کول او د رسنيو کار ته نظم بخښل ده او د اطلاعات او فرهنګ وزارت د رسنيو د کارونو د لا ښه والي لپاره په مرکز او ولايتونو کې د رسنيو له خپرونه نظارت کوي.
د هغه په وينا دا کار په هېواد کې د رسنيو د کار مسلکي کېدو او معياري کېدو لپاره تر سره کيږي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معين د حکمتيار وروستيو څرګندونو ته په اشارې چې ځينې رسنۍ يې شر جوړوونکې او بې اتفاقۍ خپروونکې بللې وې؛ وويل: ((هيڅ څوک او يا هيڅ جريان د رسنيو د آزادۍ د محدودولو حق نه لري.))
نوموړي زياته کړه: موږ د ټولو شخصيتونو او ليد لوريو ته درناوی لرو؛ مګر د بيان آزادۍ او د رسنيو د آزاديو پر سر به هيڅ معامله ونه شي. هغه خلک چې د خبريالانو اړوند نظر څرګندوي، بايد د وينا ادبياتو ته پام وکړي او ځان له نويو معيارونو سره اشنا کړي.
د دې ناستې په پای کې يو شمېر پخواني خبريالان او همدارنګه هغه خبريالان چې له نا امنه سيمو راپورونه ورکوي؛ وستايل شول.

