روسیې ته د افغان خبریالانو سفر

روسیې ته د افغان خبریالانو سفر

کابل پنج شنبه ۲۴ تله ۱۳۹۳

کابل: د خبریالانو بنسټونو استازو، رسنیو مسوولینو او خبریالانو یوه ډله د یوشمیر روسي رسنیو څخه د لیدنې، او د تجربو شریکولو په موخه د روسیې هیواد ته روان شول.

دا سفر د افغانستان خبریالانو مرکز او مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعاتو مرکز، او د ریا نووستي خبري اژانس په ملاتړ، د خلکو دیپلوماسي بنسټ او د تاتارستان جمهوریت رسنیو ګروپ «تات» له لورې ترتیب شوی و چې یوه اونۍ به دوام وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز معاون فیصل کریمي چې د دې هیئت په جوړښت کې شتون لري وویل؛ په پلان کې ده چې دوی له ریا نووستي اژانس او RT)) تلویزیونې شبکې څخه چې د روسیې مشهورې رسنۍ دي او ترڅنګ به یې ګازان ښار کې د تاتارستان جمهوریت رسنیو څخه لیدنه وکړي.

په پلان کې ده چې دا هیئت به د دې رسنیو له مسوولینو سربېره له روسي او تاتارستاني حکومتي چارواکو سره هم وګوري.

د مسکو او کازان ښارونو له تاریخي ځایونو لیدنه د دې ۱۱ کسیزه هیئت په پروګرام کې هم ځای پرځای شوې ده.

د معاصر افغانستان مطالعاتو مرکز مسوول عمر نثار روسیې ته د افغان خبریالانو د سفر په دوام په خوښۍ سره وویل، چې د همکارو بنسټونو هرکلی د دې نښه ده چې تر دې دمه دا بهیر په پوره بریالیتوب سره مخ ته تللی دی.

هغه وویل: « سږکال لومړی ځل افغان خبریالان؛ د سیمه ییزو رسنیو څخه د روسیې او تاتارستان جمهوریتونو له رسنیو سره هم اشنا کیږي او موږ هیله مند یو چې دا بهیر همداسې دوام پیدا کړي.»

روسیې ته د افغان خبریالانو د سفر کولو پروګرام درې کاله مخکې پېل شو او دا یې دریم ځل دی چې ترسره کیږي.