په افغانستان کې د تلویزیوني خپرونو سیستم ډیجیټال شو

۱۳۹۳ وږي

کابل: د مخابراتو وزارت له لوري د راډیو او تلویزیون د دیجیټالي خپرونو سیستم په جوړلو، افغانستان له زوړ انالوګ سیستم سره مخه ښه وکړه او د برښنیایي رسنیو پراختیا په برخه کې يوې نوې مرحلې ته دننه شوه.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي د دې سيستم په پرانیست غونډه کې وویل، چې د انالوګ سیستم پر ځای د نوي دیجیټالي سیستم د ځای پر ځای کولو له پیل سره به د بیان ازادۍ د پراختیا او د دولت له کړنو څخه د لا ډېرې څارنې زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه: « په هېواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیا د رستیو، مدني او سیاسي ازادیو او د دولت ځواب ورکونې په پیاوړتیا کې مرسته کړې.»

هغه د رسنیو له لوري له شته فرصتونو څخه پر « سمې او مطلوبې ګټې اخیستنې» د ټینګار ترڅنګ وویل، چې رسنۍ یوازې پر دولت نیوکې نه کوي بلکه د شته پرمختګونو په برخه کې دې هم اطلاع رسونه وکړي.

کریم خلیلي د مخابراتي خدمتونو وړاندې او پراختيا په برخه کې په سیمه کې «مخکښ» هېواد وباله او ویې ویل، چې افغانستان په دې برخه کې «بریالۍ بېلګه» ده.

د مخابراتو وزارت ویلي چې د تلویزیوني او راډیو موجونو د دیجیټالي خپراوي وړاندې کول ای بي اس په نوم شرکت ته پرېښودل شوي دي، چې په پیل کې په کابل کې ۶۰ تلویزیونونو ته د خدمت وړاندې کولو ظرفيت ولري او ژر تر ژره به په هرات، مزار شريف، غزني، کندهار او ننګرهار ته هم خپله کاري ساحه وغځوي.

په دې مراسمو کې د مخابراتو وزیر وویل، چې افغانستان په وروستیو لسو کلونو کې د الکترونیکي رسنیو په برخه کې «بې ساری» پرمختګ درلودلی دی. د هغه په وینا، اوس مهال په پلازمينه کې ۳۵ تلویزیونی او ۶۲ راډیویي شبکې او ۱۶۰ راډیویي شبکې په ولایتونو کې فعالې دي.

امیرزي سنګین زیاته کړه: «په تېرو لسو کلونو دا پرمختګ بې ساری دی. د نړۍ په هېڅ ځای کې په دومره کم وخت کې دومره پرمختګ نه دی شوی، ویلی شم، چې په دې برخه کې د سيمې په هېوادونو کې لومړی مقام لرو.»

سره له دې د مخابراتو وزیر وویل، د برښنایي رسنیو د پراختیا پر وړاندې ځيني ستونزو هم شتون لري، په داسې ډول چې حتا د ځينو ولایتونو مرکزونه تلویزیون ته لاسرسی نه لري، په ډله کې زابل، روزګان، پکتیکا او نورستان ولايتونه شامل دي چې د نوموړي په وینا، دا ستونزه «اقتصادي» رېښې لري.

هغه وویل، چې د انالوګ سیستم له لارې په افغان کې د هېواد په کچه د یو تلویزیون خپرونې برابرول ۳۰ میلونه ډالره لګښت ته اړتیا لري، چې برابرول یې اوس مهال د افغانستان د تلویزیونونو لپاره ناممکنه ده، خو ډیجیټال سیستم ته د انالوګ سیستم تغیر د تلویزیونونو پراختیا سره مرسته کوي.

د مخابراتو وزیر روښانه کړه: «اوې موږ اړتیا نه لرو، چې هر تلویزیون په هر ښار کې یو برج جوړ کړي او نشرات وکړي. اوس به په ټول هېواد او ټولو ښارونو کې یواځې یو برج ولري او د همدې برج له لارې ټول تلویزیونونو کولای شي نشرات ولري.»

د امیرزي سنګین په وینا، وروسته له دې به تلویزوني شبکې د ډیجیټالي سیستم څخه په ګټې اخيستنې وشي کولای په کم مصرف او کم وخت او په ښه کيفيت په ټول هېواد کې نشرات وکړي.

افغانستان دا بریالیتوب د تېر کال په ژمي کې د «افغان‌ست۱» سپوږمکۍ له اجاره کولو وروسته ترلاسه کړ. دا سپوږمکۍ د سږ کال د غویي په ۲۰ نېټه رسماً په فعالیت پیل وکړ.

دا سپوږمکۍ د تلویزیوني موجونو په سپوږمکیز خپراوي کې هم خدمتونه وړاندې کوي او اوس مهال وزارت لس تلویزیونونه د دې خدمت د ترلاسه کوونکو په لیست کې ځای پر ځای کړي دي. بي بي سي