د امروز شخصي تلویزیون د تړلو حکم صادرول

کابل سه شنبه ۵ زمری ۱۳۸۹

د افغانستان وزیرانو شورا د امرزو شخصي تلویزیون « مذهبي اختلافاتو ته د لمن وهلو» او « ملي وحدت له منځه وړلو» هڅو په دلیل ځنډول شوی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د دې تلویزیون د کار دوام « د دولت حاکمیت ته سخت خطر» پېښوي او اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لار ښوونه شوې ده چې د دې تلویزیون د نشراتو پرې کولو برخه کې « سمدستي» اقدام وکړي.

مګر د افغانستان د ولسې جرګې غړي نجیب الله کابلي چې د دې تلوزیون ریاست هم پر غاړه لري د وزیرانو شورا پر دې پرېکړې باندې تونده نیوکه وکړه او وې ویل چې دا پرېکړه د « اهل تشیع مذهبي مشرانو» د فشار په اساس او د ایران پر وړاندې د هغه د سخت دریځ له امله نیول شوې ده.

له دې سره په یو وخت د افغانستان وزیرانو شورا په « طلوع تلویزیون» او « یک تلویزیون» کې د دوه خپرونو نشر منع اعلان کړ.

د یک شخصي تلویزیون د « دل و نادل» او طلوع شخصي تلویزیون کې « بازي بخت» هغه خپرونې دي چې محتوا یې اسلام سره په ټکر کې ګڼل شوې ده.