امروز تلوزیون د افغانستان حکومت په امر له نشراتو منع شو

کابل سه شنبه ۵ زمری ۱۳۸۹

د افغانستان وزیرانو شورا پرېکړې له مخې د امروز شخصي تلویزیون د زمري میاشتې په ۵ مه نېټه له غرمې وروسته 2:30 له نشراتو منع شو.

د افغانستان  خبریالانو مرکز د دې تلویزیون د نشرانو منع کول چې د حکومت په مستقیمې لار ښوونې ترسره شوی غندي او په دې باور دی چې د رسنیزو سر غړونو په اړه چې هر ډول تور شتون ولري د رسنیزو سر غړونو کمېسیون له لارې دې وڅېړل شي.

د امروز تلویزیون په اړه د افغانستان حکومت د دې اقدام دلیل « مذهبي اختلافاتو ته لمن وهل» او « د ملي وحدت له منځه وړلو هڅې» اعلان شوې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د دې تلویزیون د کار دوام « د دولت حاکمیت ته سخت خطر» پېښوي او اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لار ښوونه شوې ده چې د دې تلویزیون د نشراتو پرې کولو برخه کې « سمدستي» اقدام وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند زریالي نوابي وایي چې د امروز تلوزیون نشراتو بندول د وزیرانو شورا د پرېکړې په اساس ترسره شوې دی.

مګر د امروز تلویزیون رئیس نجیب الله کابلي د افغانستان خبریالانو مرکز سره خبرو کې د دې تلوزیون نشراتو پرې کولو غندنه کوي او هغه دا کار د یو شمېر داخلي کړیو له لورې د امتیازاتو غوښتل او د ایران له لورې د فشار راوړل په ګوته کوي.

کابلي وویل چې دا یوه اړخیزه او عجولانه پرېکړه وه چې د افغانستان دولت د یوې معاملې په اساس د امروز تلویزیون د نشراتو مسوول د نیول کېدنې امر ورکړ او تر دې چې له دې اقدام مخکې یې هغوی هیڅ په جریان کې اچولي هم نه دي.

د نن تلویزیون رئیس څرګنده کړه چې خپله دی شخصا په سانسور هیڅ باور نه لري او هغه څه چې دې تلویزیون خپاره کړي د افغانستان ټولنې واقعیتونه دي.

سربيره پر دې، نجيب الله کابلي وويل، سږ کال د کابل، جلال اباد او هرات په ښارونو کې د خلکو په وړاندې د ايران حکومت سیاست له امله څو لاريونونه پيل کړي او له دې کبله ايراني حکومت غواړي د هغې مخالفت وکړي.

د ښاغلي کابلي د دې ادعا په اړه تر اوسه کابل کې د ایران سفارت غبرګون نه دی ښودلی.

امروز تلویزیون په ۱۳۸۶ کال د کب میاشتې به ۱۵ مه نېټه کابل کې په نشراتو پېل وکړ او په دې وروستیو کې په مرکزي او شمالي افغانستان کې لس ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستي دي.

له دې سره په یو وخت د افغانستان وزیرانو شورا په « طلوع تلویزیون» او « یک تلویزیون» کې د دوه خپرونو نشر منع اعلان کړ.

د یک شخصي تلویزیون د « دل و نادل» او طلوع شخصي تلویزیون کې « بازي بخت» هغه خپرونې دي چې محتوا یې اسلام سره په ټکر کې ګڼل شوې ده.