د پکتیا غږ رسنیز مرکز رئیس طوفان عمري په کابل کې ووژل شو

۱۴۰۰ زمري ۱۷

کابل- د پکتیا غږ رسنیز مرکز مشر طوفان عمري په کابل کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې ووژل شو. په ورته وخت کې ښاغلي عمري بګرام زندان کې د څارنوال په توګه هم دنده ترسره کوله

د ښاغلي عمري کورنۍ ویلي، چې دا پېښه نن سهار د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړی له خپلو یو شمېر ملګرو سره له پروان څخه کابل ته روان و.

د ښاغلي عمري کورنۍ ویلي، چې دا پېښه نن ورځ د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې هغه مهال شوې ده، چې نوموړی له خپلو یو شمېر ملګرو سره له پروان څخه کابل ته روان و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په طوفان عمري باندې وسله وال برید او د هغه وژنه په کلکه غندي او له مسوولو دولتي ادارو غواړي چې دغه پېښه په جدي توګه تعقیب کړي او د دې جنایت ترسره کوونکو باندې عدالت پلی کړي.

د پکتيا رسنيز مرکز دوه راډيوګانې لري، چې پکې د پکتيا غر راډيو او د ښځو راډيو او يوه اونيزه ورځپاڼه د طوفان عمري له خوا اداره کېږي.

حکومتي سرچینو په طوفان عمري باندي شوي برید کې طالبان په لاس لرلو تورن کړي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو دوه کلونو کې په هېواد کې د نا امنیو او جګړو په ډېرېدو سره په یوخت د تاوتریخوالي د پېښو په ځانګړې توګه د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د هدفي وژلو پېښې زیاتې شوې دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ١٢٣ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي، چې ډېرى يې په هدفي بریدونو او یا جنګ-جګړو کې وژل شوي دي