۱۳ غوايي ۱۳۹۶
کابل: د افغانستان د خبريالانو مرکز د اجرايوي کارونو ارشد غړي الطاف نجفي زاده، د رسني، د نړيوال انسټيټيوټ تخصصي بورس لاسته راوړی دی او تمه ده چې ډېر ژر په يو ځانګړي رسنيز پروګرام کې د ګډون لپاره امريکا ته ولاړ شي.
دا دوه مياشتنی پروګرام چې په کې د نړۍ هستوي امنيت، د جعلي خبرونو په زمانه کې ژورنالېزم او د امريکې ټاکنو په څېر مسايلو د پوښښ څرنګوالی په کې تر بحث لاندې نيول کيږي؛ تمه ده چې د روان کال د اګست مياشتې په نيمايي کې په امريکا کې پيل شي. پر دې سربېره په دې پروګرام کې آزادې رسنۍ او رسنيز نوښتونه، د امريکا کلتوري او ټولنيز رنګارنګي او د دې هېواد سياسي سېسټم تر څېړنې او بحث لاندې نيول کيږي.
د رسنيو د نړيوال انسټيټيوټ (WPI) برسونه هر کال د يو رقابتي پروګرام له مخې ورکول کيږي. په دې سيالۍ کې چې د بېلابېلو هېوادونو څخه د سلګونو خبريالانو او رسنيزو فعالانو په ګډون جوړيږي؛ لس غوره کسان ترې ټاکل کيږي. سږ کال پر نجفي زاده سربېره د برازيل، بلغاريا، چين، انګلستان، فنلينډ، آلمان، کينيا، پولينډ او روسيې هېوادونو څخه نهه پېژندل شوي خبريالان او رسنيز فعالان د دې بورس په لاسته راوړلو بريالي شوي دي.
ګډون کوونکي به د دې فرصت ولري چې د امريکايي معتبرو رسنيو څخه د ليدنې تر څنګ د دې هېواد د سياسي او اقتصادي رهبرانو سره هم وګوري او د خپلې خوښې وړ مسايلو په اړه ليکنه وکړي او يا راپور جوړ کړي.
الطاف نجفي زاده له انګلستان څخه د اقتصاد په برخه کې ماسټري لري.
نوموړی د افغانستان خبريالانو مرکز د ارشد اجرايوي غړي تر څنګ د بلومبرګ معتبرې خپرونې سره په افغانستان کې د خبريال په توګه کار کوي.
نجفي زاده په ۲۰۰۹ کال کې د بلومبرګ ټيم سره له يو ځای کېدو وړاندې په بلخ کې له يو شمېر نړيوالو رسنيو لکه: اسوشيټيد پريس او فرانسه خبري آژانس سره کار کړی دی.
د رسنيو نړيوال انسټيټيوټ (WPI) يو غير دولتي او غير انتفاعي نړيوال بنسټ دی چې په ۱۹۶۱ کال په امريکا کې رامنځته او په نړۍ کې د رسنيو د آزادۍ د لوړولو او قوي کولو په موخه يې په کار پيل وکړ.
دې نړيوال بنسټ له هماغه وخته تر اوسه له ۶۰۰ زيات نخبه خبريالان امريکا ته دعوت کړي دي.

