۱۱ غوايي ۱۳۹۶
کابل: د افغانستان د خبريالانو مرکز د رسنيو په اړه د ګلبدين حکمتيار د وروستيو څرګندونو څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له دې پخواني جهادي رهبر څخه غواړي چې د هېواد د اساسي قانون سره سم د بيان آزادۍ ته چې د خلکو اساسي حق دی؛ درناوی وکړي.
ګلبدين حکمتيار چې څو کلونو پټ ژوند او دولت سره د سولې تړون څخه وروسته په عام محضر کې ښکاره شوی دی؛ تا زه يې څو ځلې رسنۍ ټکولي او په رسنيو د لعنت ويلو او هغوی ته د شريرو په ويلو سره ويلي چې ځينې رسنۍ د خلکو په منځ کې د بې اتفاقۍ خپرولو او د افغانستان د دښمنانو د ګټو لپاره کار کوي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز په دې باور دی چې سوله او امنيت يوه الهي ورکړه ده او رسنۍ د اړيکو د وسيلو په توګه د خلو غږ ته انعکاس ورکوونکې دي؛نو په دې اساس حزب اسلامي که په هېواد کې د سولې د تأمين غوښتونکی وي؛ د د رسنيو کارکوونکو ته چې د جنګ او تاوتريخوالي قرباني شوي دي او په دې وروستۍ نيمه لسيزه کې يې څه کم ۶۷ تنه قرباني ورکړې ده؛ بې احترامي ونه کړي.
رسنيو ته شريرې او بې اتفاقي خپروونکې ويل نه يواځې دا چې د سولې له تأمين سره مرسته نه کوي؛ بلکې هغو بنيادونو ته چې د خلکو غږ او په ځانګړي ډول د جنګ، تاوتريخوالي، فساد او زورواکۍ قربانيانو غږ ته انعکاس ورکوي؛ څرګند سپکاوی او ګواښ دی.
د آزادو رسنيو او خبريالانو دا ملاتړی بنسټ د اسلامي حزب له رهبر څخه غواړي چې د هېواد اساسي قانون ته چې نوموړي منلی او پر اساس يې له دولت سره د سولې هوکړه ليک لاسليک کړی؛ درناوی وکړي او که له رسنيو او يا کوم خبريال څخه شکايت لري؛ نو له قانوني لارې چې هغه د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کمېسيون دی؛ تعقيب کړي.
ښاغلی حکمتيار بايد پوه شي چې افغانستان اوس څو لسيزو مخکې افغانستان نه دی او دا هېواد پوه شوی دی او د رسنيو کارکوونکي چې د افغانستان لوستي او پوه قشر يوه برخه جوړوي؛ له دين، کلتور او د وطن له هويت څخه د سمو معلوماتو په لرلو سره خپل کار کوي او د دې تر څنګ د هېواد والو د سوکالۍ او آرامۍ لپاره کار کوي.
بايد وويل شي؛ په اوسني وضعيت کې چې هېواد يو ناخوښی جنګ په سر وړي او فقر، فساد او له قانونه تېښته له حده زياته شوې ده؛ له هغه چا چې د سولې او حکومتدارۍ د قوي کولو لپاره د هڅو کولو دعوه کوي؛ دا تمه نه کيږي؛ رسنيو چې د يو ولسواک نظام له بنيادونو څخه دي؛ ښکاره سپکاوی وکړي او هغوی وګواښي.

