۲۰ حوت ۱۳۹۳
کابل: د ريس جمهور د حکم په اساس، افغان خبري عکاس نجيب الله مسافر له څرخي پله له زندان نه ازاد شو.
مسافر نن ماښام چهارشنبه خوشې شو او له يو ډله همکارانو په ملګرتيا چې د څرخي پله زندان ته راغلي و تر کوره ورسېد.
د ريس جمهور وياند اجمل عابدي نن سهار پژواک ته وويل چې د نجيب الله مسافر د خوشې کېدو حکم د ريس جمهور له لوري امضا شوی دی او د اداري مراحلو له طی کولو وروسته به ازاد شي.
مخکې له دې د حکومت اجرايو ريس ډاکتر عبدالله عبدالله ددغه عکاس په اړه ويلي و چې حکومت بايد هيواد د قوانينو مطابق د هغه د خوشې کولو په اړه اقدام وکړي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ددې قضيې په اړه خپله نګراني ښودلې او ويلي دي چې ددغه عکاس د نيولو اقدامات د وزارت له خبرتيا پرته شوي او د منلو وړ ندي.
ددې وزارت په وينا د قانون مطابق د رسنيو د کارکوونکو په اړه هر ډول شکايت بايد لومړی د رسنيو د شکايتونو کميسون ته راجع شي او په هغه صورت کې چې تخلف يې تشخيص شي عدلي ارګانونو ته لېږل کېږي خو د دې عکاس په اړه دغه کار هيڅ ندی ترسره شوی .
د مسافر د نژدې ملګرو د معلوماتو په اساس، ددغه عکاس د نيولو دليل هغه تصوير دی چې په ۱۳۸۵لمريز کال کې يې اخيستی و.
ويل کېږي چې مسافر په دغه کال کې له دوه ځوانو نجونو ( چې د کابل په غازي لوبغالي کې يې ورزشي نښان لېږداوه) عکس اخيستی و او په يو تبلغاتي شرکت يې پلورلی و مګر دغه شرکت هغه په بل ( جعلي) نښان سره ښودلی او نشر کړی و.
تر اوسه دا نده په ډاګه شوې چې د دغه تصوير په جعل کارۍ کې چا رول درلود خو په کابل کې يوې محکمې ددغه عکاس په مجرم پېژندلو په تور په شپږ مياشتې بنده محکوم کړ، د دغه حکم په اساس نجيب الله مسافر د حوت مياشتې په ۳زندان ته انتقال شو.
ځينو خبري رسنيو او خبريالانو د دغه حکم په اړه د حکومت له ارشد مقامونو څخه غوښتي و چې ددغه قضيې په اړه له عدالت څخه کار واخلي.

