د ریاست جمهوري ځانګړی انځورګر کابل کې په چاودنه کې ټپي شو

د ریاست جمهوري ځانګړی انځورګر کابل کې په چاودنه کې ټپي شو

۲۴ سرطان ۱۳۹۳

کابل: د کابل په ختځ کې د سرک غاړې ماین چاودنې له امله د جهموري ریاست دوه کار کوونکي وژل شوي او د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي انځورګر په شمول پینځه تنه نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه سهار شاوخوا ۳۰: ۷ بجې د  ۱۲ مې حوزې مربوطاتو کې پېښه شوې ده

پولیس وایي پېښه کې قرباني شوي کسان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر اړوند وو چې  خپل کار ځای ته تلل. د دې پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

افغان حکومت کې یوې سرچنې تاید کړې چې د ولسمشر حامد کرزي ځانګړی انځورګر ولي جاوید او همکار یې سنګر نیازی د ټپیانو په ډله کې شامل دي چې روغتیایي حالت یې ښه ښودل شوی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز د قرباني شو کورنیو ته تسلیت وایي، ولي جاوید، نیازي سنګر او نورو ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.