کابل سرطان ۱۳۹۳
ټاکنیزو جنجالونو سره یوځای، ولسمشر حامد کرزي په خپله وینا کې د ډله ییزو او ټولنیزو رسنیو کارونکو څخه غوښتي دي هغه مطالب چې د ځورونې لامل کیږی او نفاق ته لمن وهي له خپرولو څخه یې ځان وساتئ.
حامد کرزي دا موضوع په خپله ۱۵ ورځنۍ راډیو وینا کې یاده کړه.
ولسمشر له رسنیو په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو کارونکو او د هیواد له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، له دې وسیلو څخه د ښوونې او سالمې اطلاع رسونې لپاره ګټه واخلي او له هغه ځورونکو انځورونو او موادو څخه په ځانګړې توګه چې د ځوانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ لامل ګرځي ځان وساتي.
کرزي له رسنیو په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټویټر، وبلاګونو او انټرنیټي پاڼو کارونکو باندې غږ وکړ چې تل په خپل کلام کې ملي او ټولنیز ارزښتونه په نظر کې ونيسي، د خلکو شخصي حریم او زادۍ ته په درنښت وګوري او د خلکو له شخصي حریم څخه ځانونه په کلکه وساتي.
ولسمشر دېته په اشارې چې افغانستان یوه اسلامي او سنتي ټولنه ده، څرګنده کړه چې په داسې یوه ټولنه کې د ژوند په ټولو چارو کې د یوبل حقونو ته درناوی، اسلامي او ټولنیزو اخلاقو ته پاملرنه، بايد د یو مهم اصل په توګه وشمېرل شي.
هغه همدارنګه په هغه ځوانانو باندې چې ټولنیزې رسنۍ کاروي غږ وکړ چې د نظرونو تبادله په ښو کلمو سره وکړي او د ملي یووالي، د اسلامي او کلتوري چارو د پیاوړتیا لپاره یوځای کار وکړي.
حامد کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت په تیره یوه لسیزه کې د اساسي قانون او هیواد نافذه قوانینو سره سم، د بیان له ازادۍ، مطبوعاتو، غږیزو او انځوریزو رسنیو څخه پرېکنده ملاتړ کړی او د بیان ازادي یې باثباته ساتلې ده.
د وینا په پای کې ولسمشر د خلکو په نېږدې کولو او د ټولنې په هوساینه کې د ډله ییزو رسنیو اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: « د هیواد ځوانانو همغږي، یوالی او یوموټی کیدل لویه سرمایه ده چې له موږ سره د ټولنې په مادي او معنوي رغونه کې د بلې هرې وسیلې په نسبت زیاته مرسته کولی شي.»
دا غوښتنه په داسې وخت کې مطرح کیږي چې څلور ورځې مخکې په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې د ملي ګټو پرضد لمن وهلو اندېښې راپېد کړې په هیواد کې د دې رسنۍ تړلو طرحه د ملي امنیت شورا کې تر بحث لاندې ونېول شوه.
د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل تېره اونۍ د ولسي جرګې وکیلانو ته ویلي چې دې اندېښنو ته په کتو یې د هیواد له ولسمشر غوښتي چې د ټولنیزو رسنیو له ډلې فیسبوک دلنډ وخت لپاره وتړي.
مګر د ملي امنیت شورا دې اندېښنو ته په کتو د هیواد له وګړو غوښتنه کړې وه، چې د ټولنیزو رسنیو له جملې د فیسبو کارونه کې مسوولانه عمل وکړي.
سرچينه: پژواک

