۹ قوس ۱۳۹۴
کابل: محمد اسماعيل اکبر، د هيواد مشهور خبريال او ليکوال د ۶۴کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.
له هغه څخه د خبرو اترو، ليکنو، تحليلونو، سربېره د په سياسي، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې او يو کتاب د اخيري فصل په نوم پاتې شو.
د بي بي سي د راپور په اساس ښاغلی اکبر د افغانستان د سياست په مختلفو دورو د اصلاح غوښتونکو مبارزو لپاره شهرت ته رسيدلی و او د حفيظ الله امين د حکومت په دوران کې زنداني شو.
محمد اسماعيل اکبر په ۱۳۳۰هجري شمسي کال کې د جوزجان ولايت اقچه ولسوالۍ د حيدراباد په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. د صلح، ندای اسلام، او طلوع افغانستان د مجلو مديريت د هغه له عمده فعاليتونو څخه شمېرل کېږي.
دغه ليکوال او کتونکي کله چې په پاکستان کې د مهاجرت شپې تېرولې د هشت صبح ورځپاڼې په ليکلو چې کابل کې چاپ کېده په هغه وخت کې په پاکستان کې فکري خپرونه د صدای امروز په نوم په لاره واچوله.
د محمد اسماعيل د جنازې لمونځ به نن ورځ دوشنبه د کابل په عيدګاه مسجد کې ادا او وروسته به د شهدای صالحين په زيارت کې خاورو ته وسپارل شي.

