د بخدی خبري اژانس يو تن خبريال په يو وسلوال بريد کې سخت ټپي شو

د بخدی خبري اژانس يو تن خبريال په يو وسلوال بريد کې سخت ټپي شو

کابل ۲۸ عقرب ۱۳۹۴

د کابل په خيرخانه سيمه کې د يوه وسلوال بريد په پايله کې د بخدی خبري آژانس يو تن خبريال سخت ټپي شو.

سالم وحدت د بخدی خبري اژانس د امتياز څښتن پخپل فيسبوک پاڼه ليکلي چې ياد بريد تېره شپه دې ده د کور مخې سره ترسره شو.

ده ليکلي: سيد هلال سادات هغه مهال چې غوښتل يې له ما سره په خيرخانه کې زما د کور مخ ته خدای پاماني وکړي، د يو ناځوانه بريد په ترڅ کې دوه مرمۍ د ګېډې او لاسونو په برخه کې شديد ټپي شو.

سادات د کابل ايمرجنسي روغتون ته انتقال شوی او صحي وضعيت يې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

تراوسه د يادې پېښې عامل/عاملان ندي پېژندل شوي خو د کابل پوليسو ويلي چې پدې مورد يې څېړنې پيل کړي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ددغې حملې د غندنې ترڅنګ له حکومت څخه غواړي چې دغه پېښه او عاملان يې په جدي ډول تعقيب کړي.

بخدی په افغانستان کې له فعالو خبري اژانسونو څخه دی. دغه اژانس پخپل شپږ کلنو کاري کړنو کې د هېواد له پېښو ښه پوښښ لرلی دی.