پنوم پن، كامبوديا
۲۷ جوزا ۱۳۹۲
د افغانستان خبریالانو مرکز او د بېلابېلو هیوادونو نور ۱۱ بنسټونه په نړیواله کچه د بیان له ازادۍ د ملاتړې تر ټولو لویې شبکې ای فکس د نوو غړو په توګه وټاکل شول.
په دې څلور ورځنۍ ناسته چې د کمبودیا پادشاهي هیواد پلازمېنه پنوم پن ښار کې پېل شوې وه، د بیان له ازادۍ له د ملاتړو ۸۰ نړیوالو بنسټونو څخه شاوخوا ۱۵۰ استازو ګډون کړې وو.
د افغانستان خبریالانو مرکز رئیس احمد قریشي هم د دې بنسټ په استازیتوب د آي فکس ناسته کې ګډون کړی دی.
په دې شبکه کې د افغانستان خبریالانو مرکز غړیتوب لپاره هڅې دوه کاله مخکې پېل شوې وې او د مختلفو مراحیلو ترسره کولو وروسته بالااخره په عمومي ناسته کې د غړیتوب غوښتنلیک وړاندې شو.
د دې ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان خبریالانو مرکز استازي او د امریکا، رومانیا، یوګاندا، مصر، یورګواي، مجارستان، چیلي، ونزوئلا او آلبانیا هیوادنو بنسټونو استازو خپلې بیانې ولوستې او د سوال ځواب ناستې وروسته، د بندو دروازو تر شاه رایه اچونه ترسره شوه او په پایله کې د افغانستان خبریالانو مرکز او د نورو غوښتونکو بنسټونو غړیتوب په اکثریت رایو سره تصویب شو.
د افغانستان خبریالانو مرکز رئیس په ای فکس شبکه کې د دې بنسټ غړیتوب په هیواد کې د بیان له ازادۍ دفاع برخه کې یو لوی ګام یاد کړ.
هغې وویل په اي فکس کې په غړیتوب سره د بېلا بېلو رسنیزو پېښو انعکاس او د دې شبکې له لارې د افغانستان خبریالانو او رسنیو لپاره د عدالت غوښتنې زمینه برابریږي.
دا ستره نړیواله ناسته به درې ورځې نوره هم دوام ولري او ټاکل شوې د هغې له لارې د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې د بیان ازادۍ برخه کې د فعالو بنسټونو پرمختګونه او ستونزې تر بحث لاندې ونیول شی او راتلونکو دوه کلونو لپاره د شبکې کړنلاره مشخصه کړي.
د اي فکس شبکې مرکزي دفتر د کاناډا ټورڼتو ښار کې دی او د غړو راټولېدنه یې په هرو دوه کلونو کې د یو غړی هیواد په کوربتوب سره ترسره کیږي.

