د افغانستان خبریالانو مرکز ویب سایټ باندې پرلپسې سایبري/ انټرنیټي حملې

د افغانستان خبریالانو مرکز ویب سایټ باندې پرلپسې سایبري/ انټرنیټي حملې

کابل، ۴ سرطان ۱۳۹۲

د ای فکس نړیوالې شبکې نوي غړي په توګه  دافغانستان خبریالانو مرکز له ټاکل کېدو وروسته له یوې اونۍ راهیسې د دې بنسټ په ویب سایټ د نامعلومه کسانو لخوا انټرنیټي حملې ترسره شوي دي.

د ویب سایټ امنېتي کچې لوړ والي له امله، له نیکه مرغه کومه ځانګړې ستونزه نه ده پیدا شوې.

د افغانستان خبریالانو مرکز د یو خپلواک بنسټ په توګه یوځل بیا له افغانستان کې د بیان له ازادۍ دفاع او د رسنیو خپلواک کار څخه ملاتړ برخه کې خپلو ژمنو باندې ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې په ټول توان سره به په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.

ازادۍ باندې باور کوونکو ملاتړ څخه مننه

د افغانستان خبریالانو مرکز رهبري هیئت