
۱۴۰۱ غبرګوي ۶
کابل- صبح کابل ورځپاڼې اعلان کړی چې د دې ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخواه درې ورځې وړاندې په کابل کې نادرکه شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه خبریال د ورکیدو او د وضعیت په اړه يې د معلوماتو د نشتوالي په اړه جدي اندیښنه لري او له «اسلامي امارت» څخه غواړي چې په دې برخه کې ځواب ورکړي.
د صبح کابل ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، علي اکبر خیرخواه د چنګاښ په درېیمه د راپور چمتو کولو لپاره کابل ښار ته تللی و؛ خو بېرته کور ته نه دی ستون شوی. ویل شوي چې د صبح کابل ورځپاڼې مسوولینو او د ښاغلي خیرخواه خپلوانو د امارت له امنیتي ادارو سره د اړيکو نيولو سره سره تراوسه د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د صبح کابل ورځپاڼې د وینا له مخې دغې رسنۍ د امارت د استخباراتو ریاست سره اړيکه نیولې؛ خو دغې ادارې د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د علي اکبر خیرخواه د ورکېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دې پیښې ځواب ورکونکی و اوسي او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه دې په شفاف ډول عمل وکړي او نتیجه دې ژر تر ژره له رسنیو سره شریکه کړي.
دا پېښه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» د واکمنۍ په نهو میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۳۰ پېښې ثبت کړي دي.
په دې موده کې که څه هم د رسنیو د ټولنې د قربانیانو شمېر د جمهوریت په دوره کې له ۱۱ کسانو څخه د امارت په دوره کې ۴ کسانو ته راټیټ شوی، مثبت بدلون لیدل کېږي؛ خو د تاوتریخوالي د پېښو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې له جملې يې د ۹۰ خبريالانو موقتي نيول چې زياتره يې له تاوتريخوالي او ګواښونو سره مل وو، د اندېښنې وړ خبره ده.
په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ اوس د کاري محدودیتونو او سانسور د زیاتوالي او همدارنګه د اقتصادي ستونزو له امله په خورا بد حالت کې دي او په هېواد کې د ازادې خبريالۍ او ازادو رسنیو راتلونکی ناڅرګند او تیاره دی.
په تېرو نهو مياشتو کې په سلګونو نارينه او ښځينه خبريالان له هېواده وتلي او له نيمايي څخه زياتې ۶۰۰ رسنۍ په تېره بيا راډيوګانې، ټلوېزيونونه او چاپي خپرونې د شته ستونزو او په ځانګړې توګه د اقتصادي ستونزو او محدوديتونو له امله تړل شوې دي. برسېره پردې، شاوخوا ۳۰٪ نورې رسنۍ د تړل کیدو په درشل کې دي او یوازې په موقت ډول فعالیت کوي او سانسور په بې ساري ډول مخ په ډېرېدو دی.

