په کابل کې د طلوع نیوز درې کارکوونکي ونیول شول

۲۷ کب ۱۴۰۰

کابل- د طلوع نیوز درې لوړپوړي کارکوونکي پرون ماښام په کابل کې د «اسلامي امارت» د ځواکونو له خوا ونیول شول. د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه کړنه چې په هېواد کې د خبریالانو د پراخې نیونې لړۍ ده، د ټوليزو رسنیو د قانون خلاف ګڼي چې پخوا د امارت له خوا تصویب او نافذ اعلان شوی و.

د طلوع نیوز سرچینې وايي چې تېر ماښام د «اسلامي امارت» وسله وال کسان په کابل کې د طلوع نیوز ټلویزیون دفتر ته ننوتي او د دغه ټلویزیون د خبر مدیر خپلواک ساپی، وياند بهرام امان او د دغې رسنۍ حقوقي مسؤل نافع خالیق یې نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي. ویل شوي چې ساپی او نافع خالیق خوشي شوي؛ خو د بهرام امان د برخلیک په اړه معلومات نشته. د«اسلامي امارت» تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت د طلوع نيوز د دغو ۳ تنو کارکوونکو نيول په خبريالانو او ازادو رسنيو د زياتېدونکو فشارونو د يوې برخې په توګه غندي او د بهرام امان د ژر تر ژره او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له اسلامي امارت څخه غواړي چې که د رسنيو او خبريالانو څخه شکايتونه لري؛ نو د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړلو کمیسیون له لارې دې تعقیب کړي. دغه کمیسیون چې د هېواد د ټوليزو رسنیو د قانون له مخې جوړ شوی، د خبریالانو او رسنیو شکایتونه او سرغړونې څیړي، د شرایطو له مخې سرغړونکي ته مشوره یا اخطار ورکوي او یا هم سرغړونکي د قانوني تعقیب لپاره اړوندو ادارو ته معرفي کوي.

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و، چې امارت د مطبوعاتو قانون تصویب کړی او د شکایتونو د اوریدو کمیسیون به بیا فعالوي.

د طلوع نیوز دغه درې کارکوونکي په داسې حال کې نیول شوي، چې نن د کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ ده او خبریالان د اسلامي امارت له لوري له زیات فشار او تهدید سره مخ دي او په دې وروستیو کې د خبریالانو او ازادو رسنیو پر کار بندیزونه زیات شوي دي.

د افغانستان خبريالانو مرکز او د افغانستان د خبريالانو د ټولنې د نوي راپور له مخې چې د خبريالانو د نړيوالې ورځې په مناسبت خپور شوى، په ۱۴۰۰ کال کې د دې دوه ادارو له خوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو پر وړاندې لږ تر لږه ١١٧ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې دي. چې څلور پکې د خبريالانو د وژل کېدو پېښې هم شاملې دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې له دغو پېښو څخه لږ تر لږه ۸۲ پېښې د اسلامي امارت په دوره کې شوي، چې ۶۶ یې د خبریالانو له ځورونې او وهلو ټکولو سره مل نيونه ده.