۱۳ حمل ۱۳۹۴
کابل: د اطلاعاتو اوکلتور وزارت معينه سيمين غزل حسن زاده د فرخندې د قتل په تړاو د اظهاراتو په مورد د رئيس جمهور د فرمان په اساس له خپلې دندې لرې شوه.
د هشت صبح ورځپاڼې دغه موضوع په ارګ کې د يوې سرچينې په نقل سره بيان کړې ده.
د ميرمن حسن زاده لرې کول په داسې حال کې اعلانيږي چې تېره ورځ د داخله چارو وزارت د جنايي څېړنو رئيس جنرال ظاهر ظاهر ويلي وي چې نوموړې به ددې اظهاراتو په دليل تر قانوني څېړنې لاندې نيسي.
سيمين غزل حسن زاده له هغه کسانو څخه ده چې لومړی يې له دغه جنايت څخه ملاتړ کړی و مګر وروسته يې بښنه وغوښته او ويلي و چې دغې قضيې په اړه يې ناسم غبرګون ښودلی و او ناسم عمل يې کړی و.
خو د داخله چارو وزارت دجنايي څېړنو رئيس په وينا کومې خبرې چې په هغه وخت کې د اطلاعاتو اوکلتور وزارت له لوري د فرخندې د قتل په تائيد شوې وې د قانون خلاف دي او د هغې په اړه بايد ځواب ووايي.
د ظاهر په وينا د خلکو د احساساتو زخمي کول چې په هر شکل وي په قانون کې جرم ګڼل کېږي او عاملين يې د محکمې له لوري سزا درلودونکي دي.
فرخنده يوه ځوانه پېغله د ۱۳۹۳کال د حوت په ۲۸ د شاه دوشمشيره مسجد په ساحه کې د قرانکريم د سوزولو په تور د ځينو خلکو له لوري تر حملې لاندې ونيول شوه او د يو شمېر پوليسو په ګډون لومړی په سختۍ سره تر وهلو ټکولو لاندې ونيول شوه او وروسته د موټر تر ټېر لاندې شوه او جسد ته يې اور ورکړل شو.
له دغې پېښې وروسته داخله چارو وزارت اعلان وکړ چې دغه پېغله بې ګناه ده او د يو بې ځايه تور په اساس په ناوړه ډول په فتل رسول شوې ده.
تراوسه ۴۷تنه د هغې له جملې ۱۹پوليسي مامورين چې په دې تور کې يې رول درلود له وظيفې لرې شول او پکې دخيل خلک د قانوي څېړنو په موخه څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

