۳۰ جوزا، ۱۳۹۴
کابل: مژګان مصطفوي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوي معين په توګه په کار پيل وکړ
ميرمن مصطفوي د مراسمو په لړ کې د اطلاعاتو کلاور وزير عبدالباري جهاني له لوري ددغه وزارت همکارانو ته وروپېژندل شوه، ښاغلي جهاني ميرمن مصطفوي يوه پوه، وړ، ليکونکې او د پوهنتون د استادې په توګه ياده کړه چې دغه څوکۍ ته د اته کانديدانو له منځه څخه بريالۍ شوې ده.
ميرمن مصطفوي په خپلو خبرو کې وعده وکړه چې د خپلو کاري صلاحيتونو په چهارچوب کې به خلکو ته خدمت کوي، هغې په هيواد کې د رسنيو له خطره ډک فعاليتونو څخه په مننې وويل چې رسنيو وکولى شول ټولنه له يو قبيلوي حالت څخه په مډرن يا اوسني حالت بدله کړي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معين د خبرو په اساس د ملي وحدت حکومت به د خپلو وعدو په اساس چې کړې يې وې له رسنيو ملاتړ کوي، مژګان مصطفوي له دې وړاندې اووه کاله د ښځو چارو وزارت د مسلكي معينې په توګه دنده ترسره کوله، دا دويمه ميرمن ده چې د طالبانو له سقوط څخه وروسته دغه وظيفه ترلاسه کوي.
له دې څخه وړاندې سیمین غزل حسن زاده دغه موقف ترلاسه کړى و، ميرمن حسن زاده د فرخندې د قتل په مورد د جنجالي اظهاراتو په صورت كې له دندې ګوښه شوه.

