۱۳۹۴ د چنګاښ ۱۱
کابل: باختر خبري آژانس په یو تازه نوښت کې د ګرځنده او
ټلفن اپلکېشېن (Mobile App) وړاندې کړی، چې له لارې یې د ځيرکو ټلفنونو درلودونکي کولای شي د یادې رسنۍ خبرونو، راپورونو، انځورونو او ویډیوګانې ته لاسرسی ولري.
مینهوال د یاد اپلکېشېن له لارې کولای شي خبرونو، فیچرونو، شننو او مرکو، انځورونو او غږیزو او انځوریزو کليپونو ته د لاسرسي سربېره خپل نظرونه تو انځورونه د پژواک ویب پاڼې له لارې له نورو سره شریک کړي.
د پژواک خبري اژانس رئیس دانش کړوخیل په دې اړه داسې وایي: « څه باندې شل میلیونه افغانان ګرځنده ټلفون ته لاسرسی لري او موږ غواړو د دې ټیکنالوژي څخه په ګټه اخیستنې، هغو کسانو ته پژواک خبري اژانس ورسوو او هغوی د افغانستان له پرمختګونو څخه ګام په ګام خبر کړو».
دا اپلکېشېن په ګوګل پلې برتامه (Google Play Store)، په اندریو برنامو (Android) او (IOS) کې د لاسرسي او راښکته کولو وړ دي او مینه وال کولای شي د مطالبو له راښکته کولو او پژواک له منځپانګې څخه په وړیا توګه ګټه واخلي.
د کړوخیل په وینا، پژواک خپل خبرونه او په اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او امنیتي برخه کې غږیز او انځوریز راپورونه چمتو او خپروي، چې له دې سره بېلابېلې رسنۍ پر دې برلاسي کوي مې هغه دقیق معلومات مې په بې پلوۍ سره چمتو شوي له خلکو سره شریک کړي.
پژواک د افغانستان تر ټولو لوی خپلواک خبري اژانس دی، مرکزي دفتر کې په کابل او د اته سیمه ییزو دفترونو او د خبریالانو يوې لويې شبکې په درلودلو سره یې ټول هېواد تر پوښښ لاندې راوستی دی
د دې اژانس خبرونه، فیچرونه، شننې او مرکې په درې (پښتو، دري او انګلیسي) ژبو خپرېږي او سربېره پر دې یې د هېواد له بېلابېلو ټکو څخه چمتو شوي انځورونه او ویډیو ګانې هم د لاسرسي وړ دي.
مینه وال کولای دا اپلکېشېن په خپلو ټلفونونو کې دانلود کړئ او همداراز د خدمتونو له لارې یې 3G، EDGE, GPRS و یا Wi-Fi آپډیټ کړي.
په اندروید عملیاتي سيستم کې د اپلکېشېن د ډانلوډ لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ:
http://ow.ly/KGHWr
په ios عملیاتي سيستم کې د اپلکېشېن د ډانلوډ لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ:
http://ow.ly/KGHEB

